د خيبرپښتونخوا حکومت له پېښوره تر اټکه او تخت بايي پورې د اورګاډو چلولو د منصوبې منظوري ورکړې ده.
د صوبې د سېلګرۍ څانګې وياند عبدالطيف د اګست پر ۲۵مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د اورګاډو (سفاري ټرېن) چلولو هدف سېلانيانو ته اسانتياوي برابرول دي چې په نتیجه کې يې سېلګري وده وکړي.
نښلول
شریک کړئ
د تخت بی لرغونې ودانۍ
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
د ډاېرېکټ لېنک
نوموړي زياته کړه چې صوبايي حکومت د دې منصوبې منظوري ورکړې ده. هغه وويل، يو اورګاډۍ به له پېښوره اټګ او بل به له پېښوره تخت بايي ته چلېږي او ورسره به يو بس د پېښور زاړه ښار په تاريخي ځایونو سېلانيان ګرځوي.
پردې منصوبه د کار پېلولو لپاره به دده په خبره صوبايي حکومت لومړی له مرکزي حکومت سره خبرې کوي البته دده په وينا د خيبرپښتونخوا وزيراعلی په دې اړه وار له مخه د رېلوې وزارت له مشرانو سره غږېدلی دی.
عبدالطیف زیاته کړه چې د بهرنيو سېلانيانو ته د امنيت ورکولو لپاره لا د وړاندې یو طریقه کار شته.
-
شبیر احمد جان
شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی.