د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان به له خړ لیسټه ووځي؟


په چين کې د جنورۍ په ۲۱ مه د ناقانونه پیسو څار نړيوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) درې ورځنۍ غوڼده پیل شوې چې مشري يېچين او هند کوي. په دې غوڼده کې به د پاکستان د هغو ګامونو جاج اخېستل کېږي چې له ترهګرۍ سره د مالي مرستو او تورو پیسو سپينولو د مخنيوي لپاره يې پورته کړي دي.

د پاکستان اقتصادي چارو وفاقي وزير حماد اظهر او ډله به يې د پاکستان دفاع کوي.

ځينې کارپوهان وايي پاکستان به د اېف اې ټي اېف په تور لسټ کې شامل نشي خو له خړ لسټه به هم و نه وځي البته ځينې بيا له دې سره اتفاق نه کوي.

د کراچۍ پوهنتون د جرنلزم څانګې استاد توصيف احمد د جنورۍ پر ۲۱ مه مشال رېډيو ته وويل که څه هم د پاکستان حکومت د ناقانونه پیسو مخنيوی لپاره قوانين جوړ کړي، د بچت سکيمونو د څارنې لپاره يې د اېف اې ټي اېف په وينا کار شورو کړی دی، د بايومېټرک له نظام لارې يې په بانکونو کې د ټولو اکاونټونو تصديق کړی دی خو د دې باوجود د ایف اې ټي اېف ماهرين د ترهګرۍ مالي مرستو په مخنيوي کې د پاکستان له اقداماتومطمين نه دي نو زيات امکان دی چې پاکستان به په خړ لسټ کې پاتې شي.

استاد توصيف احمد زیاتوي: ''له دې حقيقته انکار نشي کېدای چې په پاکستان کې د رياست يوه برخه مذهبي سختدريځي د وسلې په توګه کاروي. د سکولونو او مدرسو په نصاب کې اوس هم د سختدريځۍ مواد شته. نننی خبر دی چې د مذهبي سختدريځۍ په ډاګه کولو لپاره د جوړ فلم ((زندګي تماشه))په نمايش بنديز لګول شوی. دا ځکه چې فلم جوړونکی سرمد کوسټ ته سخدريځو دړکې ورکړې. نو دا د دې ثبوت دی چې رياست سختدريځي په مکمله توګه ختمول نه غواړي او هم له دې کبله پاکستان په خړ لسټ کې دی.''

د پاکستان پوځ پخوانی لېفټیننټ جنرل طلعت مسعود بيا وايي پاکستان به هڅه کوي چې په بېجنګ کې د جنورۍ په ۲۱ مه شورو شوې د اېف ای ټي اېف په درې ورځنۍ غونډه کې خپله دفاع وکړي او هېواد له خړ لسټه وباسي يا يې تور لسټ ته له تلو څخه منع کړي.

طلعت مسعود په سېشنبه مشال رېډيو ته وويل چې د ناقانونه پېسو د څار نړېوالې ادارې په احکاماتو پاکستان تر دومره حده عملدرامد کړی چې امريکايي چارواکو هم د پاکستان ستاينه کړې.

د نوموړي په وینا ايلس وېلز د پاکستان پر هڅو او کوششونو اطمنیان ښودلی دی. د ده په وینا، امريکايانو ته چې په کومو وسله والو ډلو تشويش وو نو پاکستان د هغو خلاف ګامونه پورته کړي دي.

طلعت مسعود زیاتوي: ''د اېف اې ټي اېف مطمينولو لپاره پاکستان طالبان، حقاني شبکه، جماعت دعوا، فلاح انسانيت او نورې يوشمېر وسله والې ډلې او د خېر ښېګړې تنظيمونه په پاکستان کې کلعدم وګرځول. که امريکا د پاکستان سياسي ملاتړ وکړي نو زما په خيال پاکستان به د اېف اې ټي اېف له خړ لسټه ووځي.''

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، د جنورۍ پر ۲۰ د سويلې او مرکزي اسيا لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستيالې سېکرېترې اېلس ويلز د پاکستان د سفر پر مهال ويلي چې پاکستان په ډېر لږ وخت کې د اېف اې ټي اېف لخوا په راپورته کړو مسلو کافي پرمختګ کړی.

د ناقانونه پیسو د څار پاریس مېشتې ادارې اېف اې ټي اېف د ۲۰۱۸ز کال په جون کې پاکستان خړ لېسټ ته اچولی وو او له اسلام اباده یې غوښتنه کړې وه چې ترهګرۍ ته د پیسو برابرولو او تورو پیسو د سپینولو مخنیوي په لړ کې اقدامات وکړي.

کله چې په خړ لسټ کې د پاکستان د اچولو خبرې کېدې نو د پاکستان د خزانې پخواني وزير مفتاح اسماعيل ویلي وو چې په خړ لسټ کې به د پاکستان يوازې دومره تاوان وي چې د هېواد بدنامي به وشي او تر څه حده به يې بنکونو ته په نویو رابطو جوړولو کې مشکلات وي.

خو کارپوه توصيف احمد وايي که چېرې پاکستان اوس د يادې ادارې په تور لسټ کې اچول کېږي نو نوي سرمايه کاران او بنکونه به نه غواړي چې له پاکستان سره تعلق جوړ کړي. نوموړی زياتوي کېدای شي ياده اداره په نړيوالو بنکونو او مالی ادارو غږ وکړي چې له پاکستان سره اړيکې وشلوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG