د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات شخصي سکولونو اتحادیې احتجاج اعلان کړی


د خیبر پښتونخوا د یو سکول پخوانی عکس
د خیبر پښتونخوا د یو سکول پخوانی عکس

پراګ - د خیبر پښتونخوا د سوات شخصي سکولونو اتحاديې د مقامي انتظامې لخوا د سکولونو تړلو او د استاذانو نیولو پرضد د اګست پر ۱۷مه د احتجاج اعلان کړی دی.

د اتحاديې مشر احمد شاه د اګست پر ۱۵مه په مېنګوره کې خبري کنفرس ته وويل چې شخصي سکولونه يې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره د احتياطي لارښونو په رڼا کې پرانستي.

دا له هغې وروسته ده چې په سوات کې ځايي انتظاميې د اګست پر ۱۵مه هغه ۲۵ شخصي سکولونه تړلي‌ چې پر حکومتي پريکړې سربېره يې ښوونځې پرانيستي وو.

د سوات مرستيال کمشنر ثاقب رضا سالم د اګست پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې د شخصي سکولونو يو شمېر ښوونکي او سرښوونکي يې نيولي او سکولونه يې بند کړي دي.

خو د شخصي سکولونو اتحاديې پر دې خفګان څرګند کړی او په دې لړ کې يې په سوات کې خبري غونډه هم وکړه. په غونډه کې اعلان وشو چې له دوشنبې (اګست ۱۷مې) به د سکولونو خلاصولو ته دوام ورکوي او د ښوونکو د نيولو او د سکولونو د بندولو پر ضد به احتجاج کوي.

د څو ساعتونو بند له تېرولو وروسته ټول نيول شوي ۳۵ ښوونکي په ضمانت خوشې کړل شول.

د سوات شخصي سکولونو اتحاديې مشر احمد شاه مشال راډيو ته وويل چې د زده کونکو وخت ضايع کېدل نشي زغملاي او په دې لړ کې يې د اتحاديې له صوبايي مشرانو سره مشورې راونې دي.

بلخوا د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کې هم د حکومتي بنديز باوجود شخصي سکولونه د اګست پر ۱۵مه د لنډ وخت لپاره پرانيستل شوي وو.

د شخصي سکولونو مرکزي اتحاديې د جولای پر ۲۱مه په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې ويلي و چې د اګست پر ۱۵مه به ښوونځي پرانيزي.

د اتحاديي مشر دړکه هم ورکړې وه که چېري حکومت د دوي په معاملاتو کې لاسوهنه وکړه نو احتجاجي لاريون به کوي.

له دې وروسته د خیبر پښتونخوا د شخصي ښوونځیو ټولنې مشر سېکرټر انس تکریم کاکاخېل د اګست پر پېنځمه مشال راډيو ته ويلي و چې د شخصي سکولونو ټولنې د ټول هېواد پر کچ د سکولونو د بیاپرانیستو پرېکړه کړې.

تر دې مخکې هم دې ټولنې په بیا بیا ویلي چې د سکولونو تړلو له وجې یې مالکان له مالي مشکلاتو سره مخامخ دي او نه یوازې استادانو ته تنخا نشي ورکولای بلکې د ماشومانو کال هم ضایع کېږي.

په پېښور کې د مشال راډيو خبریال وايي، د اګست پر ۱۵مه، د صوبې په ځېنو برخو کې شخصي سکولونه تر دريو ګېنټو پرانيستل شوي ول خو د ګرمۍ له وجې يې زده کونکي وختي رخصت کړل.

بلخوا د خيبر پښتونخوا د تعليم وزير اکبر ايوب وايي، شخصي سکولونو ته د انتظامي معاملاتو هوارولو لپاره د سکولونو پرانيستو اجازه ورکړل شوې وه.

نوموړي‌ د اګست پر ۱۵مه، په بيان کې ويلي دي چې مېندې او پلرونه دې خپل ماشومان شخصي سکولونو ته نه ورلېږي او که چېري د شخصي سکولونو مشران ماشومان مجبوره وي، نو په سمدستي توګه دې حکومت خبر کړي.

د اګست پر پېنځمه د تعلیمي چارو وفاقي وزیر شفقت محمود په اسلام اباد کې په غونډه کې پرېکړه کړې وه چې ټولې تعلیمي ادارې د سېپټېمبر له ۱۵مې څخه بیا پرانیزي.

حکومت د ۲۰۲۰ز کال د مارچ په نیمايي کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره ټولبند اعلان کړ چې د مې تر لومړۍ اوونۍ روان وو.

تر هغې وروسته د پاکستان حکومت د ټولبند پر ځای محدودیتونه اعلان کړل.

د خېبر پښتونخوا د تعلیم وزارت په بیان کې زیاته کړې چې د کورونا وایرس پېښو ته په کتو کېدای شي چې په ټاکلې نېټه کې بدلون وکړي.

په پاکستان کې د شخصي سکولونو مرکزي اتحاديې - ال پاکستان پرايويټ سکول اېسوسي اېشن - د شمېرو ترمخه په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۰۷،۰۰۰ شخصي سکولونه دي چې ۱۵ لاکه استاذان او نزدې ۲۵ ميليونه زدکونکې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG