د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د استادانو لپاره تنخا نه لرو'


په پېښور کې د يو ښوونځي زده کوونکې
په پېښور کې د يو ښوونځي زده کوونکې

په پېښور کې د یو شخصي سکول مالکه ډاکټر سلما مسود خان چې استاده هم ده، وایي په صوبه کې د کورونا وبا له وجې د سکولونو له بندیدو سره د سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ دي او اوس د جون میاشتې لپاره د خپل سکول استادانو لپاره پېسې نه لري.

"ما پي اېچ ډي کړې او په خپل شوق مې دا کار پېل کړی وو، خو اوس راته ډېره ګرانه شوې ده، زما د خپل سکول د نجونو او هلکانو دواړو څانګو له د اپرېل او می میاشتو تنخاګانې ورکړې خو اوس د جون هغه نشم ورکولی. څنګه چې حکومت خپلو استادانو له تنخاګانې ورکوي داسې د شخصي سکولونو استادان هم تمه لري، باید حکومت په دې اړه له موږ سره مالي مرستې وکړي."

ډاکتر سلما مسود خان دا هم وایي ځینې شخصي سکولونه فیسونه اخلي او ځینو سکولونو ته د ماشومانو کورنیو د میاشتېني فیس ورکولو نه انکار کړی دې.

په خیبر پښتونخوا کې د مارچ میاشتې په نیمایي کې زیاتره شخصي سکولونه د حکومت لخوا وتړل شول، او لا هم بند دي.

بلخوا د شخصي یا پرییوېټ سکولونو د زده کونکیو میاندې او پلرونه وایي سکولونه د دوی نه د ماشومانو پوره فیسونه اخلي.

د مردان د یو شخصي سکول د زده کونکي مور حاجره بي بي وایي، دوی د پخوا غوندې د خپل ماشوم د میاشتې پوره فیس ورکوي:

"خپلو ماشومانو ته نوي کتابونه موږ پېل کړل، دوی په وټس اپ ګروپ کې غږیز پیغام ټولو موریانو او پلارانو ته وکړي چې خپلو ماشومانو ته نن دا سبق وښایي نو موږ خو نن سبا د استادانو کار هم کوو، موږ د خپل ماشوم د میاشتې پوره فیس چې ۵۲۰۰ روپۍ دی ورکوو، سکول پکې څه کمی خو نه دی کړی."

په خیبر پښتونخوا کې د شخصي سکولونو د انتظام سرکاري اداره (پراییوېټ سکولرزریګولیټري اتارټي) د شمېرو ترمخه په ټوله صوبه له دوی سره ۸۶۰۰ رجټسرډ شخصي سکولونه دي چې پکې ۲۴ لکه ذدهکونکي داخل دي او یو لاک ۲۴ زره استادان له دغو سکولونو سره کار کوي.

د دغه ادارې یو غړی او د صوبې د شخصي سکولونو د نیټ ورک جنرل سیکټري سید انس د جون پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل په صوبه کې د شخصي تعلیمي ادارو مالکانو له حکومته په څو څو وارې غوښتنه وکړه چې له دوی سره دې مالي مرستې ورکړل شي خو لا هم ورته حکومت څه ځواب نه دی ورکړی.

"له موږ سره چې کوم سکولونه رجسټرډ دي په هغو کې د ۸۵ فیصده شخصي سکولونو میاشتني فیسونه له دوو زرو روپیو کم دي او ۹۶ فیصده داسې دي چې میاشتنی فیس یې ۳۷۰۰ روپو کم دی. له ۸۶ فیصدو زیات سکولونه د کرایانو په ودانیو کې جوړ دي. بله دا چې زیاترو سکولونو تر مې میاشتې پورې استادانو له تنخاګانې ورکړې اوس چې فیسونه نه راځي نو موږ به څه کوو."

بلخوا د پېښور های کورټ یو وکیل او خیبر پښتونخوا د شخصي سکولونو د زده کونکیو د کورنیو یو وکیل عباس سنګین خان وایي، دوی په پېښور های کورټ کې په دې اړه یو کېس هم کړی چې باید سکولونه دې په موجوده وخت کې د ماشوم په سر یوازې ۲۰ فیصده فیس اخلي:

"شخصي سکولونو ته د بجلۍ خرچه کمه شوه، ځینې لویې سکولونه د ماشوم په سر د ۱۸۰۰ روپو نه تر ۲۵۰۰ روپو پورې د سیکیورټي فیس اخلي. دا شان د کمپیوټر د کلاس فیس اخلي، نو چې سکولونه بند دي نو دوی بیا ولې د ا فیسونه اخلي په دې اړه په پېښور او ایبټ اباد کې کیسونه هم وشول، زموږ موقف دا وو چې سکولونه دې د ماشوم کورنۍ ته ۸۰ فیصده فیس معاف کړي."

بلخوا د صوبې د شخصي سکولونو ساز مان وایي دوی به جون پر ۱۹مه نیټه د صوبایي بجټ د وړاندې کولو پر وخت د اسمبلۍ مخې ته مظاهره هم کوي، خو د واکمن تحریک انصاف پاکستان ګوند د اسمبلۍ غړی عزیزالله خان د جون پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل د شخصي سکولو پر مسلو خبر دي:

"زموږ وزیراعله پر دې مسله خبر دې ، د شخصي سکولونو دمالکانو مسله هواروو، او کوشش مو دې چې ډېر زر یې په اړه څه فیصله وکړو."

بلخوا له مشال راډیو سره په خبرو کې سید انس دا هم وویل په صوبه کې د شخصي سکولونو شمېره تر ۱۴۰۰۰ پورې ده چې پکې د لرو پرتو هغو کلیو شخصي سکولونه هم شامل دي چې لا هم د شخصي سکولونو لپاره له سرکاري ادارې سره لا نه دي لیکل شوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG