د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شخصي سکولونو ټولنه وايي ښوونځي د اګست پر ۱۵مه بیا پرانیزي


په اسلام اباد کې یو ماشوم د انلاین زده کړو پر مهال
په اسلام اباد کې یو ماشوم د انلاین زده کړو پر مهال

په خیبر پښتونخوا کې د شخصي ښوونځیو ټولنې د اګست له ۱۵مې څخه د سکولونو پرانیستو اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره له مارچ راهیسې ټولې تعلیمې ادارې تړلې دي.

د اګست پر پېنځمه د تعلیمي چارو وفاقي وزیر شفقت محمود په اسلام اباد کې په غونډه کې پرېکړه کړې چې ټولې تعلیمي ادارې د سېپټېمبر له ۱۵مې څخه بیا پرانیزي.

خو د خیبر پښتونخوا د شخصي ښوونځیو ټولنې مشر سېکرټر انس تکریم کاکاخېل د اګست پر پېنځمه مشال راډيو ته وویل، د شخصي سکولونو ټولنې د ټول هېواد پر کچ د سکولونو د بیاپرانیستو پرېکړه کړې.

تر دې مخکې هم دې ټولنې په بیا بیا ویلي چې د سکولونو تړلو له وجې یې مالکان له مالي مشکلاتو سره مخامخ دي او نه یوازې استادانو ته تنخا نشي ورکولای بلکې د ماشومانو کال هم ضایع کېږي.

د ټولنې مشران وايي، حکومت ورته نېټې ورکوي خو د ستونزو د هواري لپاره یې عملي اقدامات نه دي کړي.

دوی زیاتوي چې د سکولونو پرانیستو پر وخت له کورونا وایرسه د ماشومانو ژغورنې لپاره روغتیايي لارښوونې عملي کوي.

دې ټولنې مخکې د جولای پر ۱۵مې د سکولونو د بیا پرانیستو پرېکړه کړې وه خو حکومت ویلي ول چې که چا د امر سرغړونه وکړه او تر ټاکلې نېټې مخکې یې ښوونځي پرانیستل نو پر ضد یې قانوني اقدام کوي.

د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې د نړۍ په زیاتره هېوادونو کې تعلیمي ادارې وتړل شوې او بیا په ځینو هېوادونو کې په پړاوونو کې پرانیستل شوې.

همداراز، د پاکستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د انلاین زده کړو بهیر هم پیل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د اګست پر څلورمه د نړۍ پر هېوادونو غږ وکړ چې د محدودیتونو تګلارو جوړولو پر وخت باید پوره هڅه وکړي چې تعلیمي بهیر اغېزمن نشي.

نوموړي زیاته کړې چې که زده کړې د اوس په څېر ګډې وډې روانې وي نو د اوسنی ځوان نسل به له تېر او راتلونکي نسل څخه شاته پاتې شي او د نسلونو ترمنځ به واټن وزېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG