د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې تعلیمي ادارې پر ۱۵م سپتمبر خلاصېږي


د خیبر یو ښوونځی
د خیبر یو ښوونځی

د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود د سپتمبر له ۱۵ مه نېټې څخه په پاکستان کې د تعلیمي ادارو د پرانستلو اعلان کړی دی.

نوموړي نن (جولایي ۹) په اسلام اباد کې یوه خبري کانفرانس ته ویلي که تر اګست میاشتې پورې د روغتیا حالت ښه نه ول نو بیا به تعلیمي ادارې نه پرانیزي.

شفقت محمود زیاته کړه په جولای کې د لوی اختر او عاشوری له کبله تعلیمي اداری نه شي پرانستلی.

وفاقي وزیر وویل د تعلیمي ادارو پرانستلو لپاره به د روغتیا اصول عملي کول اړین وي او هر هغه تعلیمي اداره به بیا تړي چې له دغو قواعدو څخه سرغړونه کوي.

شفقت محمود وينا وه يوشمېر تجويزونه مخې ته راغلي دي چې پکې يو خو دا چې په يو کلاس کې د ماشومانو تعداد راکمولو وروسته په دوو ټپالونو/ شفټونو کې دې کلاسونه واخيستل شي بل دا چې د يوې ورځې له دمې سره دې ماشومان کلاسونه اخلي، يوتجويز داهم مخې ته راغلې چې کلاسونه دې غټ کړل شي بل تجويز دا دې چې ماشومان دې د رول نمبر په حساب سره سکولونو ته رابلل کيږي نو موږ صوبو ته خواست کړې چې تاسو خپل تجويزونه موږ ته راوليږئ نو په شريکه به فيصله وکړو چې په څه ډول مخې ته تلل پکار دي.

د جولای په ۸مه په لاهورکې د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود په مشرۍ د څلور واړو صوبو ګلګت بلتستان او پاکستان ترانتظام لاندې کشميرد تعليم وزیرانوغونډه شوي وه چې پکې د سېپټمبر مياشتې له لومړۍ اونۍ نه د تعليمي ادارو په خلاصولو اتفاق شوی وو.

بلخوا د پاکستان د پرايوېټ سکولونو او کالجونو اېسوسي اېشن د حکومت دا پريکړه په غندلو سره ويلي دي چې سېپټمبر ۱۵مې پورې انتظار نشي کولی حکومت دې د احتياطي تدابيرو ترلاندې په فوري توګه ټولې تعليمي ادارې خلاصې کړي چې د زده کونکو تعليمي کال ضايع نشي.

د يادې ټولنې صدر ملک ابرار حسېن د جولای په ۹ مه مشال راډيو ته وويل حکومت چې د احتياطي تدابيرو ترلاندې د سکولونو خلاصولو خبره کوي نو که دوې مياشتې وروسته داسې کوي نو ښه به دا وي چې احتياطي تدابيرو ترلاندې د روانې مياشتې نه دې خلاص کړي او داغوښتنه موږ ځکه کوو چې ماشومانو سره لږ وخت پاتې دی،د ملک په غريزو سيمو کې د تېر کال ډيسمبر نه سکولونه بند دي نو د يادو ځايونو ماشومان خو به ۱۰ مياشتې په رخصتۍ کې تيرې کړي نو دوي به بيا خپل کورس څنګه پورا کوي دا شان په کليوالو او ښاري سيمو کې له مارچ مياشتې نه سکولونه بند دي.

د نوموړي وينا وه دا وخت په پاکستان کې قريبا ۲۵ زره پورې تعليمي ادارې په مکمله توګه بند شوي دي ځکه چې څوک فيسونه نه ورکوي او حکومت هم د دې ادارو د مالکانو سره څه مرستې ونکړې نو دا وجه ده چې د ملک په پرايوېټ تعليمي ادارو کې چې کوم ۱۵ لکه استازان دي نو ورځ تر بله هغوي بې روزګاره کيږي نو دې وینا مقصد دا دې چې داسې حالاتو کې خاموشه پاتې کيدو له وجې نه صرف د زده کونکو تعليمی کال ضايع کېدای شي بلکې په لکونو استادان به ورسره بې روزګاره هم شي.

د ذکرده چې د مې په ۷مه وفاقي حکومت په ملک کې د کورونا وايرس لوجې ټولې تعليمې ادارې د جولای۱۵مې نيټې پورې د بندې ساتلو فيصله کړې وه.

په پاکستان کې ورځ تربله د کورونا وايرس په مثبتو کېسونو کې کموالې راروان دې. نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سينټر لخوا د جولای په ۹مه جاري کړل شوو شميرو ترمخه په تيرو ۲۴ ساعتو کې نږدې ۳ زره ۴۰۰ کسان کورونا وايرس وهلي دي او ۶۱ يې مړه کړي.

د سېنټر په وينا د جولای تر ۹ مې په پاکستان کې له کورونا وايرسه اغيزمنو کسانو شميره ۲ لکه ۴۱ زره ته رسيدلې ده او ۴ زره ۹ سوه ۸۰ نه زيات کسان يې مړه کړي او تر يو لاک ۴۵ زرونه زيات کسان ترې پاخه شوي دي.

XS
SM
MD
LG