د لاسرسي ځای

تازه خبر

"احسان الله احسان له پوځ سره د ګډو عملياتو پر مهال وتښتېد"


احسان الله احسان (ارشيف)
احسان الله احسان (ارشيف)

د پاکستاني پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ويلي، د ناقانونه ګرځول شوي تحريک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار وسله والو ډلو پخوانی وياند احسان الله احسان د پوځ په عملياتو کې د هغه د کارولو پر مهال تښتېدلی و.

نوموړي د اګست پر ۱۳مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د احسان الله احسان مبينه غږيږ پيغام کې لګول شوي ټول تورونه بې بنياده دي.

د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار خبري غونډې ته وويل چې تر څه مودې يې احسان الله احسان له ځان سره ساتلی و او له هغه يې "ډېر ګټور معلومات" ترلاسه کړل.

افتخار زياته کړه، "په دې کې په ځانګړې توګه د ترهګرو ډلو چې هغه ورسره تعلق درلود، د هغوی پر ضد مو د نوموړي د معلوماتو پر اساس موثره عمليات وکړل."

بابر افتخار په عين حال کې زياته کړه چې د احسان په تېښته کې د ذمه وارو کسانو خلاف کارروايي روانه ده خو د پوځ وياند په خپلو خبرو کې د هغه په تېښته کې د ذمه وارو کسانو په اړه نور تفصيلات ورنکړل.

غږيز پيغام کې څه دي؟

احسان الله احسان د اګست پر ۱۰مه په يو خپاره کړي غږيږ پيغام کې چې ۱۱ دقيقې او ۳۰ ثانيې و، د خپلي تېښتې تفصيلات ورکړي ول. نوموړي تور پورې کړ چې پوځ د يو "وژونکې ډلې" د مشري کولو ورته ويلي و او په خېبر پښتونخوا کې يې د هغو کسانو نوملړ هم ورکړی و چې د دوی په خبره "غداران او د هېواد دښمنان" دي. د هغه په خبره په دې نوملړ کې د خبريالانو په ګډون د ژوند له بېلا بېلو څانګو سره اړه لرونکي کسان شامل ول چې د ټول پښتانه ول او تعلق يې له خېبر پښتونخوا سره و.

له دې وړاندې د ۲۰۲۰ز کال د فبروري پر شپږمه هم د ګرافکس په مرسته په جوړ شوي يو غږيز پېغام کې يو کس چې ځان احسان الله احسان يادوي وايي، د جنورۍ پر ۱۱مه له خپلې کورنۍ سره يوځای د پاکستاني پوځ له بنده په تېښته کې بريالی شو.

نوموړي زياته کړې وه چې د ۲۰۱۷م کال د فبرورۍ پر پنځمه يې د يوه تړون له مخې ځان د پاکستان استخباراتي ادارو ته وسپاره. نوموړی ادعا کړې وه چې له خپل لوري يې شاوخوا درې کاله پر دې تړون عمل وکړ خو پاکستانۍ ادارو د تړون په سرغړونه کولو سره له خپلو ماشومانو سره يوځای بندي کړی و.

مشال راډيو د دې دواړو غږيږو پيغامونو د کروالي تصديق نه شی کولای.

د حکومت او پوځ دريځ

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۷ز کال د اپريل پر ۱۷مه دعوه کړې وه چې احسان الله احسان خپل ځان امنيتي ادارو ته سپارلی دی. خو د ۲۰۲۰ز کال په لومړيو کې د هغه له تېښتې وروسته پوځ په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې وه.

وروسته د ۲۰۲۰ز کال د فبروري پر ۱۷مه د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزير برېګيډيېر ريټايرډ سيد اعجاز شاه د احسان د تېښتې پخلی کړی و او نور تفصيل يې نه و شريک کړی. خو دا لومړی ځل دی چې د پوځ وياند د احسان الله احسان د تېښتې محدود حال بيانوي.

د شنونکو نظرونه

د پاکستان پوځ پخوانی افسر او د دفاعي چارو پوه برېګيډيېر ريټايرډ محمود شاه د اګست پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې امنيتي ادارو چې له احسان الله احسان سره کوم تړون کړی و، په هغه کې له احتياطه کار نه دی اخيستل شو. د نوموړي په وينا له هغه سره د مالي مرستو ترڅنګ هغه ته د تحفظ ورکولو ژمنې هم شوي وې.

خو محمود شاه د احسان الله احسان د تېښتې په اړه وايي،"زما په خيال دا يوه پوره ډرامه ده. زما په خيال هغوی [پوځ] غوښتل چې هغه لاړ شي. د پوځ يا [د پاکستان د استخباراتي ادارې] ای اېس ای له ولکې تښتېدل اسان نه وي."

بلخوا په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه برېګيډیېر ريټايرډ سيد نذير د اګست پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې احسان الله احسان په تښتېدو کې دوې خبرې مخې ته راځي.

"لومړی دا چې ايا هغه [احسان] په عملياتو کې استعماليده نو ارزښت يې ختم شوی و او دلته يې يوه موقع ورکوله چې فرار شي. بله خبره دا ده چې هغه له يو سېف هاوس (خوندي ځای) څخه تښتېدلی دی. کېدی شي هغه دا کوشش کوي چې له هغو ډلو سره بيا شامل شي چې پخوا ورسره وو او هغوی ته باور ورکول غواړي چې د پوځ له ولکې تښتيدلی دی. بلخوا پوځ هم په ځينو وختونو کې داسي موقعې ورکوي چې نور معلومات راغونډ کړي."

احسان الله احسان څوک دی؟

احسان الله احسان له مومندو سره تعلق لري او اصل‌ نوم یې لياقت علي دی. هغه لومړی د تحريک طالبان پاکستان او وروسته له دې ډلې د بېلې شوې يوې بلې وسله والې ډلې جماعات الاحرار وياند شو. احسان الله احسان شاوخوا ۱۰ کاله د وياند په توګه د پاکستاني طالبانو له لورې پر يو شمېر نورو بريدونو سربېره په ۲۰۱۲ز کال کې په سوات کې پر ملالې يوسفزۍ د بريد ذمه واري منلې وه.

کله چې په ۲۰۱۷ز کال کې د نوموړي د ګرفتارۍ يا پاکستاني پوځ ته د ځان سپارلو خبرونه خپاره شول نو د ارمي پبلک سکول پېښور د وژل شويو ماشومانو پر مېندو او پلرونو او پښتون ژغورنې غورځنګ سربېره يو شمېر نورو کسانو پر احسان الله احسان د عدالتي کاروايي او مقدمې غوښتنه وکړه.

په کره توګه معلومه نه ده چې هغه دا مهال چیرته دی خو نوموړی کله نا کله له خبريالانو سره د وټس اپ له لارې تماس نيسي چې شمېره يې د ترکيې هېواد ده.

د احسان الله احسان پر تېښتې غبرګونونه

د احسان الله احسان له تېښتې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو، د پېښور ارمي پبلک سکول د وژل شويو ماشومانو مېندو او پلرونو، يو شمېر پاکستاني سياستوالو او د مدني فعالانو د هغه پر تېښتې پوښتنې راپورته کړې او پر پوځ يې په نيوکو کولو سره له هغوی سپيناوی وغوښت.

بلخوا پېښور هایکورټ د فبرورۍ پر ۲۷مه وفاقي حکومت ته امر کړی و چې په ۱۵ ورځو کې دننه دې احسان الله احسان د امنیتی ادارو له ولکې د وتو پرضد غوښتنلیک ته ځواب ووايي. هایکورټ ته دا مقدمه په پېښور ارمي پبلک سکول کې د وژل شوي یوه ماشوم پلار فضل خان اېډوکېټ وړې وه.

XS
SM
MD
LG