د لاسرسي ځای

تازه خبر

 د احسان الله احسان په نامه غږیز پیغام لانجه راپارولې


د تحریک طالبان پاکستان پخوانی ویاند احسان الله احسان
د تحریک طالبان پاکستان پخوانی ویاند احسان الله احسان

پر ټولنيزو رسنيو هغه اډيويي پېغام په پاکستان کې دننه او بهر تاوده بحثونه راپارولي چې د تحريک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار وسله والو ډلو پخواني وياند احسان الله احسان ته منسوب ده.

د فبرورۍ پر شپږمه خپاره شوي او بيا لاس پر لاس شوي دې غږيز پېغام کې يو کس چې ځان احسان الله احسان يادوي وايي، د جنورۍ پر ۱۱مه له خپلې کورنۍ سره يوځای د پاکستاني پوځ له بنده په تېښته کې بريالی شوی دی خو د پاکستان پوځ په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې.

غږيز پېغام کې څه دي؟

د ګرافکس په مرسته جوړ شوي دې غږيز پېغام کې احسان الله احسان وايي، چې د ۲۰۱۷م کال د فبرورۍ پر پنځمه يې د يوه تړون له مخې ځان د پاکستان استخباراتي ادارو ته وسپاره. نوموړی ادعا کوي چې له خپل لوري يې شاوخوا درې کاله پر دې تړون عمل وکړ خو پاکستانۍ ادارو د تړون په سرغړونه یې له خپلو ماشومانو سره يوځای بندي کړی وو.

نوموړی زياتوي چې رسنيو ته به د خپل بند د ځای ځايګي او تړون په اړه وروسته تفصيلي معلومات ورکړي چې ده د چا په وسيله ځان پاکستانيو ادارو ته وسپاره او چېرې او په کوم حال کې بندي ساتل شوی و. په دې اړه مو د فبرورۍ پر اوومه د پاکستاني پوځ له يوه چارواکي سره تماس ونيوی خو هغه له څه ويلو ډډه وکړه.

احسان الله احسان څوک دی؟

احسان الله احسان شاوخوا ۱۰ کاله د وياند په توګه د پاکستاني طالبانو له لورې پر يو شمېر نورو بريدونو سربېره په ۲۰۱۲م کال کې په سوات کې پر ملالې يوسفزۍ او په ۲۰۱۴م کال کې پر ارمي پبلک سکول پېښور د بريد مسوليت منلی و چې شاوخوا ۱۵۰ ماشومان پکې وژل شوي ول.

کله چې درې کاله مخکې د نوموړي د ګرفتارۍ يا پاکستاني پوځ ته د ځان سپارلو خبرونه خپاره شول نو د ارمي پبلک سکول پېښور د وژل شويو ماشومانو پر مېندو او پلرونو او پښتون ژغورنې غورځنګ سربېره يو شمېر نورو کسانو پر احسان الله احسان د عدالتي کاروايي او مقدمې غوښتنه وکړه. هغه وخت يو شمېر سياسي او مدني فعالانو د احسان پر وړاندې د پاکستاني پوځ پر تګلارې نيوکې وکړې او د وسله والو پر ضد يې د هغوی پر عملياتو پوښتنې راپورته کړې.

پر غږيز پېغام غبرګونونه:

اوس د احسان الله احسان پر مبينه تېښتې يو ځل بيا يو شمېر سياسي او مدني فعالانو د پاکستان پر پوځ نيوکي کړي او غوښتنه يې کړې چې خپل دريځ په ډاګه کړي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ محسن داوړ د فبرورۍ پر شپږمه پر خپل ټويټر ليکلي چې دا يو پرېشانه کوونکی خبر دی او په هېڅ توګه د کوتاهۍ لامل نه شي کېدای.

نوموړي له پاکستاني پوځ څخه د دې خبر د پخلي يا رد غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې د پېښې بشپړ پلټنې دې وشي. داوړ دا هم ويلي چې هېڅوک د طالبانو د بيا منظم کېدو په اړه د دوی خبرداريو ته غوږ نه نيسي. خو تر دې وړاندې پوځ ويلي چې د وسله والو طالبانو پر ضد يې بريالي عمليات کړي او هغوی يې ځپلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG