د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ له حکومته د احسان الله احسان په اړه ځواب غوښتی


احسان الله احسان
احسان الله احسان

پېښور های کورټ کې د فبرورۍ پر ۲۷مه وفاقي حکومت ته امر وکړ چې په ۱۵ ورځو کې دننه دې د تحریک طالبان پاکستان وياند احسان الله احسان د امنیتی ادارو له ولکې د وتو پرضد غوښتنلیک ته ځواب ووايي.

های کورټ ته دا مقدمه (قضیه) په پېښور ارمي پبلیک سکول کې د وژل شوي یوه ماشوم پلار وکيل فضل خان وړې وه.

له مشال راډيو سره په خبرو کې نوموړي وویل: "د پېښور های کورټ په جسټس اکرام الله او جسټس اعجاز باندې مشتمل دوه کسیزه بنچ وفاقي حکومت ته امر وکړ په ١٥ ورځو کې دې عدالت ته ځواب ووايي چې د امنیتي ادارو له ولکې څنګه دا تن [احشان الله احسان] وتښتېدلو؟"

درخواست کونکي فضل خان په دې اړه وايي: "احسان الله احسان نه یوازې د ارمي پبلک سکول خونړۍ پېښې بلکې د یوشمېر نورو ترهګرو پېښو ذمه واري منلې وه چې پکې پر ګڼشمېر امنیتي اهلکاران باندې بریدونه هم شامل ول او هغه یو مهم کمانډر هم وو نو باید د هغه په تلو یا تښتېدو له ذمه وارو کسانو څخه تپوس وکړل شي او که چرې موجود وي نو عدالت ته دې وړاندې کړل شي."

بلخوا په دغه مقدمه کښې د وفاق استازي سرکاري وکیل عابد حسین انقلابي مشال ریډیو ته وویل چې دوی به د عدالت له حکم سره سم پر ټاکلي وخت ځواب داخل کړي.

احسان الله احسان د تحریک طالبان پاکستان پخوانی ویاند وو او د ارمي پبلک سکول پشمول د ګڼشمېر بريدونو پړه به يې په ډېر ویاړ سره منله خو بیا وروستو د پاکستان پوځ په ٢٠١٧ز کال کې مطبوعاتو ته وویل چې احسان الله احسان خپلځان دوی ته سپارلی دی او په خپلو وسله والو فعالیتونو پښېمانه دی.

XS
SM
MD
LG