د لاسرسي ځای

تازه خبر

پارلماني غړي: احسان الله احسان څنګه وتښتېد؟


احسان الله احسان
احسان الله احسان

د پاکستان پارليمان ځينو غړو د تحريک طالبان پاکستان پخواني وياند، احسان الله احسان د مبيينه تېښتې په اړه له وفاقي حکومته جوابونه غوښتي دي.

د مسلم لېګ (ن) سينيټر مشاهدالله خان د فرورۍ په لسمه وويل چې پر پېښور آرمي پبلک سکول د ۲۰۱۴ کال د خونړۍ حملې زمه واري منونکی کس څنګه په اسانۍ وتښتېد؟

هغه زياته کړه: ''موږ ته تفصيل راکړئ. دی قاتل دی. ده زموږ ماشومان وژلي دي. د دې ماشومانو کورنيوو چې به څه ويل ما به پرې يقين نه کاوه. اوس يې په خبره پوه شوم. صحيح يې ويل چې دا حمله خو تاسي پخپله کړې ده. تاسو وګورئ هغه سړی څنګه په ارامه دې ملک کې درې کاله واوسېده چې زموږ ماشومان يې وژلي دي.''

که د احسان الله احسان سره کوم بل جوړجاړی شوي وي نو پارلمان ته دې یې تفصيل ورکړل شي
سيد نويد قمر


پر پېښور ارمي پبلک سکول بريد کې ۱۴۹ کسان وژل شوي وو چې زمه واري يې د تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې پر غاړه واخیسته. احسان الله احسان هغه وخت د دې او وروسته د جماعت الاحرار ډلې وياند وو.

نوموړي تېره هفته له يو نامعلوم ځای څخه پر ټولنیزو مطبوعاتو خپاره کړي يو ږغيز پېغام کې ويلي چې ده درې کاله مخکې د پاکستاني پوځ سره د يو جوړجاړي له مخې ځان تسليم کړ خو هغوی ورسره کړې وعدې پوره نه کړي نو ځکه وتښتيد.

احسان الله احسان په زندان کې نه بلکې د پېښور سره نيزدي په حيات اباد کې په يو کور کې نظر بند ساتل شوی وو. په پارلمان کې د پيپلز پارټۍ غړي سېد نويد قمر پوښتنه وکړه چې ايا احسان الله احسان د يو بل جوړجاړي له مخې خوشي شوی که څنګه؟ ''د احسان الله احسان مسله موږ څنګه داسې په اسانۍ له پامه غورځوو؟ داسې يو سړی چې په سخت امنيت کې ساتل کېده څنګه داسې په اسانۍ لاړ؟ پاکستان ولې داسې کوي چې خلک په کړو کارونو نه خبروي؟ تاسو څنګه يو ترهګرۍ بغېر له عدالتي کاروايي داسې پرېږدئ؟''

دا يوه ډېره سنجېده مسله ده. حکومت پرې تر اوسه غلی دی. په دې اړه دې يوه پارليماني کمېټې جوړه شي او حکومت دې ځواب ووايي
محسن داوړ


په پارليمان کې د فرورۍ په لسمه اپوزيشن سياستوالو چې هر څومره له حکومتي غړو په دې اړه د ځواب اخيستو کوښښ وکړ، هغوی چپه خوله پاتې شول.

د شمالي وزيرستان استازي، محسن داوړ پر دې خاموشۍ نيوکې وکړي او وې ويل. ''وفاقي حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه وايي. زه درې پوښتنې کوم. يوه دا چې احسان الله احسان په کوم کېس کې نیول شوی وو؟ دويمه دا چې هغه کوم عدالت ته وړاندې کړل شوی وو؟ درېمه دا چې دی په کوم زندان کې ساتل کېده؟ که احسان رښتيا هم تښتېدلی وي نو دا ډېره جدي مسله ده. پر دې بايد يوه پارليماني کمېټې جوړه شي.''

د پاکستان ده نيوز ورځپاڼې د خپلو سرچينو په حواله ويلي چې احسان الله احسان ترکيې ته تللی دی. خو د خېبر پښتون د اطلاعاتو وزير شوکت یوسفزي د فرورۍ په لسمه مشال راډيو سره خبرو کې د احسان د تېښتې په اړه ناخبري وښوده. هغه وويل: ''ماته په دې باره کې هيڅ علم نشته.''

د پېښور ارمي پبلک سکول د وژل شوو کورنيوو جوړ کړي شهدا فورم په دې اړه پېښور هايي کورټ کې درخواست ورکړی او غوښتنه یې کړې چې د پاکستان ملکي او امنيتي ادارې دې د احسان الله احسان د تېښتې په اړه خپل موقف واضحه کړي. مشال راډيو د فرورۍ په اوومه د پاکستاني پوځي د عامه اړيکو څانګې ''ای اېس پي ار'' سره رابطه وکړه نو هلته ورته وويل شول چې په دې اړه هيڅ خبرې نه کول غواړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG