د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شخصي سکولونو مالکان: د اګست له ۱۵مې ښوونځي پرانیزو


د شخصي سکولونو مالکانو ویلي چې سر له سبا (اګست ۱۵مې) ښوونځي بیا پرانیزي. (ارشيف)
د شخصي سکولونو مالکانو ویلي چې سر له سبا (اګست ۱۵مې) ښوونځي بیا پرانیزي. (ارشيف)

د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزارت خبرداری ورکړی دی چې که شخصي سکولونه د سېپټېمبر تر ۱۵مې مخکې خلاص شول نو د مالکانو پر ضد به یې کارروايي وکړي.

وزارت د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي چې ټول ښوونځي به د کورونا وایرس مخنیوي له احتیاطي لارښوونو سره سم خلاصېږي.

د شخصي سکولونو مالکانو ویلي چې سر له سبا (اګست ۱۵مې) ښوونځي بیا پرانیزي.

د هغوی په وینا، د ښوونځیو تړلو له وجې نه یوازې له مالي مشکلاتو سره مخامخ شوي بلکې د ماشومانو تعلیمي کال هم ضایع کېږي.

د شخصي سکولونو مالکانو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د پاکستان حکومت د رستورانونو، هوټلونو او سیلانیو سیمو په ګډون ټول کاروبارونه د اګست له ۱۰مې څخه بیا پرانیستل خو ویې ویل چې تعلیمي ادارې به د سېپټېمبر له ۱۵مې پرانیزي.

حکومت د مارچ په نیمايي کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره ټولبند اعلان کړ چې د مې تر لومړۍ اوونۍ روان وو.

تر هغې وروسته د پاکستان حکومت د ټولبند پر ځای محدودیتونه اعلان کړل.

د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزارت په بیان کې زیاته کړې چې د کورونا وایرس پېښو ته په کتو کېدای شي چې په ټاکلې نېټه کې بدلون وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG