د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن او سپین بولدک لار به ژر بیا پرانیستل شي: بلوچستان حکومت


د چمن لار د مارچ له پیله د خلکو تګ راتګ په مخ تړل شوې
د چمن لار د مارچ له پیله د خلکو تګ راتګ په مخ تړل شوې

د بلوچستان حکومت هیله ښوولې چې د چمن او سپین بولدک لار به ژر د سوداګرۍ او د خلکو تګ راتګ لپاره بیا پرانیزي.

خو حکومت د لارې پرانیستو نېټه نه ده ښوولې.

دا لار د کورونا وایرس وبا مخنیوي په موخه د مارچ له پیله تړلې وه او په مې کې ورباندې محدوده سوداګري پیل شوه خو د خلکو پر اوږد احتجاج سربېره لا نه ده پرانیستل شوې.

د اګست پر ۱۱مه د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو په مشرۍ په یوه غونډه کې د لارې بیا پرانیستو په اړه بحث وشو.

په غونډه کې صوبايي وزیرانو، د چمن سیاسي مشرانو، سوداګرانو او پر پوله د مزدورانو استازو ګډون وکړ.

تر غونډې وروسته لانګو وویل چې تر اختر مخکې پر پولې د تاوتریخوالي او ډزو د پېښې پلټنو لپاره کمېشن ټاکي.

د جولای پر ۳۰مه په چمن کې خلکو د لارې پرانیستو لپاره احتجاج کاوه چې د بلوچستان حکومت په وینا، خلکو د قرنطین مرکز ته اور واچاوه او سرکاري ودانۍ یې زیانمنې کړې او په غبرګون کې ورباندې اېف سي سرتېرو ډزې وکړې.

افغان چارواکي وايي، اېف سي سرتېرو په ډزو کې په سپین بولدک کې رهایشي سیمه په نښه کړه.

د بلوچستان او کندهار چارواکو په وینا، په پېښه کې د دواړو خواوو ۲۱ کسان ووژل او شاوخوا ۱۰۰ ژوبل شول.

افغان چارواکي وايي، د اېف سي د برید په ځواب کې افغان سرحدي پولیسو هم ډزې وکړې او نښته پیل شوه چې د شپې تر ناوخته روانه وه.

تر هغې یوه ورځ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په کرارۍ د مسلې هواري هیله وښوده او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په راتلونکې کې د دې ډول پېښې د تکرار مخنیوي لپاره د دواړو هېوادونو د غونډې وړاندیز وکړ.

حکومت وروسته له مظاهره کوونکو سره خبرې وکړې چې په پایله کې یې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې روان پرلت پای ته ورسېد.

مظاهره کوونکو بې له قانوني اسنادو پر لار د تګ راتګ غوښتنه کوله چې حکومت نه منله.

د ګوندونو او سوداګرانو غوښتنې

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي مشر مرستیال قهار خان ودان د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، غونډې ته یې په ډاګه کړه چې د چمن او سپین بولدک لار باید د مارچ تر دویمې مخکې په زاړه حالت کې بیا پرانیستل شي او هلته جوړ چېک پوسټونه (پوستې) دې ختمې کړي.

د ودان په خبره، د دوی غوښتنه دا وه چې پر "ډېورنډ کرښه د پرتو کلیو ترمنځ دروازې دې هم پرانیستل شي."

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو (چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټریز) مشر انجینر دارو خان اڅکزی وايي، د پولې د تړلو له وجې نه یوازې سوداګري اغېزمنه شوې بلکې د چمن او سیمې خلک له مالي مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.

دی وايي، له حکومته یې وغوښتل چې پر سوداګرۍ دې هېڅ بندیز او محدودیت نه لګوي.

حکومتي دریځ

په غونډه کې د حکومت په استازیتوب د کرنې صوبايي وزیر زمرک خان اڅکزی هم موجود وو.

نوموړی وايي، پوله به د اوونۍ اووه ورځې پرانیستې وي او حکومت به د جولای ۳۰مې په پېښه کې د وژلیو او ژوبلو له کورنیو سره مالي مرستې کوي.

اڅکزی وايي، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې پر پوله تګ راتګ کوونکي پاکستانیان به شناختي کارډ او افغانان به خپلې تذکرې ښيي.

تر دې مخکې حکومت پر پاسپورټ او ویزې د خلکو د تګ راتګ خبره کوله چې پر ضد یې احتجاجي ناسته پیل شوې وه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG