د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېټ سیفران کمېټي پر چمن او تورخم پولو د ستونزو په اړه غونډه کوي


حکومت په اپریل میاشت کې پر چمن دروازې یو څه نرمي کړې وه.
حکومت په اپریل میاشت کې پر چمن دروازې یو څه نرمي کړې وه.

د پاکستان په سېنېټ کې د سرحدي‌ چارو کمېټي وايي‌، له افغانستان سره د تورخم او چمن پر پولو د تجارتي ستونزو په اړه یې غونډه د جولای پر ۲۱مه بللې ده.

د یادې کمېټۍ مشر سېنېټر تاج محمد اپرېدي د جولای پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د بلوچستان سېنېټرانو د کمېټۍ په تېره غونډه کې ورته ویلي‌ وو چې د چمن پر پوله د موجودو ستونزو د هوارۍ پر لارو چارو باید بحث وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د چمن پوله له تېرو څه کم پېنځو میاشتو راهیسې د خلکو تګ راتګ لپاره تړلې او البته له اپرېل راهیسې د محدودې سوداګرۍ لپاره پرانیستې ده.

د چمن لارې بندېدو خلاف مظاهرې دوام لري.
د چمن لارې بندېدو خلاف مظاهرې دوام لري.

د دې لارې د تړل کېدو پرضد له نژدې دوو میاشتو په چمن کې پرلت هم روان دی. د پرلت مشران وايي، نه صوبايي‌ حکومت او نه هم وفاقي حکومت د دوی غوښتنو ته غوږ نیسي.

سېنېټر تاج محمد اپرېدي وویل، دوی هیله لري چې پر دې لارو به د تجارانو په وړاندې پرتې ستونزې هوارې شي.

"د بلوچستان سېنېټرانو د کمېټۍ په غونډه کې وویل چې د تورخم په څېر د چمن پر پوله هم ستونزې دي او هغو ته هم باید پام وشي نو موږ د جولای پر ۲۱مه غونډه رابللې ده چې د تورخم او چمن پولې مسلې پکې راپورته کړو."

سېنېټر تاج محمد اپرېدي وویل چې په دې غونډه کې یې د قبایلي او سرحدي چارو وفاقي وزیر ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده چې د یادو ستونزو په اړه د حکومت دریځ وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د چمن او بولدک ترمنځ د تړل شوې لارې پرضد د جون میاشتې له شپږمې نېټې راهسې په چمن کې پرلت روان دی.

د یادې احتجاجي ناستې مخکښ اسلم اڅکزي‌ د جولای پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د پاکستان حکومت د دې لارې په تړلو په زرګونه کسان بې روزګاره کړي‌ دي.

د ده‌ په وینا، د دې زرګونو کسانو د بې روزګارېدو مطلب دا دی چې د دوی د کورنیو پر لکونو انسانانو د امدن وسیله تړل شوې ده.

د پرلت لویه غوښتنه دا ده چې پر پوله دې هغو په زرګونو کسانو ته بې له پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي چې پر خپلو اوږو د سامان وړلو راوړلو ورځنۍ مزدورۍ کوي.

د پرلت له مخکښ اسلم اڅکزي مې وپوښتل چې ایا د دوی دا غوښتنه غیرقانوني‌ نده چې په زرګونه کسان دې پر پوله بې له پاسپورټ او ویزې ځي او راځي؟

اسلم اڅکزي وویل، دا مسله اوسنۍ نده بلکې تر دې وړاندې هم د پاکستان او افغانستان لوړپوړي چارواکي پرې سلا شوي وو:

"د افغانستان د شاه او د انګریز ډیورنډ ترمنځ په ۱۸۹۳م کال کې شوي تړون کې هم دا شامل وو چې د افغانستان د کندهار د ولسوالیو او قلعه عبدالله شناختي کارډونو لرونکي به بې پاسپورټه تګ راتګ کولای شي ، پر دې دوه کاله وړاندې د لوړپوړو پاکستانیو او افغان چارواکو ترمنځ هم خبرې شوې وې او هغوی‌ هم پر دې سلا شوي وو."

د بلوچستان په اسمبلۍ کې د چمن د خلکو استازي او د عوامي نشنل ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي‌ پر دې مسله د بحث او قرارداد لپاره په اسمبلۍ کې تحریک التوا جمع کړی وو.

ټاکل شوې وه چې د جولايي پر ۱۷مه پر دې بحث شوی وای خو د کورم نه پوره کېدو له کبله هغه هڅه بریالۍ نه شوه.

اصغر خان اڅکزي‌ د جولای پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې نه صوبايي‌ او نه هم وفاقي‌ حکومت د دې مسلې هوارولو ته سنجیده دی.

ده وویل، په کار ده چې د دې مسلې د هوارۍ لپاره تر سیاست بالاترې هڅې وشي، هغه ځکه چې د ده په وینا، له دې سره د لوی شمېر انسانانو د سهار او ماښام ډوډۍ تړلې ده.

"دا غږ چې موږ پورته کړی دی دا د دې لپاره نه کوو چې چمن زموږ حلقه ده بلکې د دې پولې تړون له ټولې جنوبي‌ پښتونخوا سره دی بلکې په سیند او خیبر پښتونخوا کې ناست پښتانه د دې ځای له روزګاره سره تړلي‌ دي. د غو خلکو دلته په اربونو روپۍ سرمایه کاري کړې ده او هم یې د دې پولې د کاروبار له لارې په کراچۍ، پنجاب او دوبۍ کې هم سرمایه کاري‌ کړې ده. د دې پولې نوعیت او تاریخ له نورو پولو بدل دی نو په کار ده چې په دې ځان پوه کړل شي."

د پاکستان حکومت دا لاره د مارچ پر دویمه د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره تړلې وه او بیا یې په اپرېل کې پکې څه نرمي‌ کړې وه خو نژدې پنځه میاشتې وشوې چې لا یې هم هغسې نه ده پرانسې لکه څنګه چې د ۲۰۲۰م کال د مارچ تر دویمې نېټې وړاندې به پرې تګ راتګ کېده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG