د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عرفان الله وژنه: د باړې پرلتوال پېښور ته ولاړ


باړه کې د عرفان الله اپرېدی د وژنې خلاف پرلت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:18 0:00

د خیبر یو بل ځوان عرفان الله اپرېدی د حراستي مشکوکې وژنې ښکار

د عرفان الله د وژنې پرضد پرلتوال له باړې څخه روان شوي او پېښور ته ورداخل شوي دي. دوی وایي، په صدر کې امنیتي ځواکونو د دوی ګاډي راایسار کړي دي او دوی پیاده د خیبر پښتونخوا صوبایي اسمبلۍ پر لور ورروان دي. د پرلت ځينې کسان له وړاندې هلته رسېدلي دي.

د دوی په وینا اوس به په پیښور کې خپل احتجاجي پرلت ته دوام ورکوي.

تر دې وړاندې د خیبر سیاسي اتحاد مخکښانو ویل، د پیښور کمېشنر ورته ویلي وو چې د پرلت ختمولو په شرط به د عرفان الله اپرېدي کورنۍ ته معاوضه ورکړل شي، په تعلیم محکمه کې به یې نوکري پرځای وساتل شي او د اېف ای ار په کاږلو کې به هم ورسره مرسته وکړي خو ځينې داسې تکینکي مسلې شته چې په هغه کې یې مرسته نه شي کولی.

د پرلتوالو استازو وايي په ځواب کې یې کمېشنر امجد علي خان ته وویل، تر هغو پرلت نه ختموي چې د دغې پېښې د پلټنو لپاره عدالتي کمیشن نه وي جوړ شوی او عرفان الله اپرېدی یې بې ګناه نه وي منلی او د پېښې ککړو کسانو ته یې د سزا ورکولو باور نه وي ورکړی.

پرلتوالو دړکه کړې وه که یې له سرکار سره خبرې ناکامه شوې نو خپل پرلت به له باړې نه پېښور ته وړي او هلته به یې د خیبر پښتونخوا صوبایی اسمبلې مخې ته لګوي.

نن په اتمه ۸ ورځ هم د باړې په خیبر چوک کې د عرفان الله د پېښې پرضد احتجاجي پرلت دوام لري. د سیاسي ګووندونو مشران او فعالان ورته وخت په وخت ویناګانې کوي او وایي د وژل شوي عرفان الله له کورنۍ سره دې انصاف وشي.

د پېښې عدالتي پلټنې دې وشي، ککړو پولیسو ته دې سزا ورکړل شي، پر هغه دې د تره ګرۍ پورې کړی تور لیرې کړل شي، هغه دې بې ګناه تسلیم کړل شي او د بلې ضلعې پولیس چې کله هم په خیبر کې چاپه وهي نو ځایي پولیس او تاڼې دې هم خبروي او بې ګناه خلک دې بې ځایه نه ځوروي.

د احتجاجي پرلت مشر صحبت خان اپرېدي مشال راډیو ته ویل، کله فاټا په خیبر پښتونخوا ورګډه شوه نو دوی ورته هیله من ول چې د ایف سي آر غوندې ظالمانه قانون ختم شو نو اوس به یې سر ته خیر وي او امن به وي خو نن هم په ریاستي ادارو کې داسې کسان شته چې د قبایلي ضلعو بې ګناه خلک وژني، ورکوي یې او د عدالت پرته یې په خپله وژني. نوموړي په تینګار سره وویل چې پاکستانۍ امنیتي ادارې دې د آیین سرغړونه نه کوي.

د باړې د تاجر یونین مشر سید آیاز هم په دې پرلت کې ګډون وکړ. د هغه وینا وه چې، ''دلته د هرې طبقې خلک راغلي او وایی عرفان الله کورنې سره دې انصاف وشی، دی د خپلې نوکرۍ په آرډر پسې جمرود ته تللی وو او ورک شو.''

سید ایاز ویل تر هغو به مزاکرات نه کوي چې تر څو اختیارمند چارواکي هلته ورغلي نه وي.

د جون پر ۲۳مه د نهې په ورځ د خیبر باړې وژلي دېرش کلن عرفان الله اپرېدي مړی خپلې کورنې ته وسپارل شو. کورنۍ یې دعوا کوي چې نوموړی د پولیسو په حراست کې وژل شوی.

د دوی په وینا چې عرفان الله اپرېدی د مې میاشتې په وروستیو ورځو کې هغه مهال لا درکه شو چې په جمرود کې د تعلیم دفتره ته د خپلې نوکرۍ ارډر اخېستلو لپاره تللی وو. کورنۍ یې وایي د جون پر لومړۍ(۱) نېټه یې د خیبر پولیسو ته خبرتیا ورکړې وه او پرېس کانفرنس یې هم کړی وو.

د عرفان الله اپرېدي د مشکوکې وژنې پرضد په باړه کې برلتوالو ته یو تن وینا کوي: ۲۰۲۰، ۲۴ جون
د عرفان الله اپرېدي د مشکوکې وژنې پرضد په باړه کې برلتوالو ته یو تن وینا کوي: ۲۰۲۰، ۲۴ جون


خو په پیښور کې د تره ګرۍ ضد څانګه (سي ټي ډي) وایي د جون پر ۲۳ نیټه یې د پېښور په متنو غازي آباد کې د لټون عملیاتو پر مهال څلور وسلوال وژلي چې عرفان هم پکې شامل وو. دوی وایي اول پرې له یوه کوره دې وسلوالو ډزې کړې وې او بیا د پولیسو په ځوابی کاروایی کې په نښه شول خو کورنۍ یې دا اداعا ردوي.

بېګا د خیبر سیاسي اتحاد مشرانو او ځایي فعالانو په باړه بازار کې تر ناوخته د وژلي عرفان الله اپرېدي مړی په احتجاج پر سرک ایښی وو او د شپې ناوخته یې جنازه وشوه چې وروسته په خپل کلي ملک دینخېلو کې یې خاورو ته وسپارلی. خو د هغه د مشکوکې وژنې خلاف نن هم احتجاج دی. دوی غوښتنه کړې چې د دغې پېښې دې عدالتي پلټنې وشي.

حراستي مشکوکې وژنې

عدنان شینواری، خیبر

د سږني ۲۰۲۰ ز کال د فبرورۍ پر ۲۲مه نېټه هم د پېښور ترهګري ضد ځواکپه يوه خبر پاڼه کې ادعا کړې وه چې د خیبر په رېګي سيمه کې يې د عملياتو پر مهال د دوی په وينا پنځه مشکوک ترهګر وژلي چې پکې یو ځوان عدنان شینواری هم وو.


خو د عدنان کورنۍ بيا تور پورې کوي چې امنيتي ځواکونو شاوخوا درې مياشتې وړاندې عدنان د چاپې پر مهال په مختارخيلو سيمه کې له خپله کوره وړی وو او په حراست يې ساتلی وو. د عدنان شینواري کورنۍ ته د انصاف ورکولو لپاره څو ورځې پرلپسې احتجاجونه وشول چې وروسته یې سرکار غوښتنې ومنلې.

خاطر شینواری، خیبر

پروسږ یانې د ۲۰۱۹ ز کال د ډېسېمبر میاشتې پر ۲۱مه نېټه د خیبر په پسیدخېلو کلي ځوان خاطر خان شینواری په هغه سیمه کې د اېف سي ځواک پر عسکرو د یوې بمي چاودنې په تور له ۱۹ نورو کسانو سره نیول شوی وو.

د نوموړي د کورنۍ غړي وایي چې خاطر شینواری د اېف سي ځواک له تشدده وژل شوی دی او مړی یې دوی ته د ډېسېمبر پر ۲۳ نېټه وسپارلی خو د اېف سي ځواک چارواکو ویلي دي چې هغه له حراستي مرکزه د تښتېدو په وخت د پرېوتو له امله مړ شوی دی.

رضاء الله، شمالي وزیرستان

پروسږ د ۲۰۱۹ز کال د نومبر میاشتې پر ۲۷مه نېټه د شمالي وزیرستان په همځوڼۍ کې د ماین له یوې چاودنې پس پاکستانیو پوځیانو د سیمې لس ځوانان له ځان سره بیولي ول چې پکې یو ځوان رضاالله هم وو چې د کورنۍ په ادعا د امنیتي ځواکونو په حراست کې له تشدده مړ شوی وو. د هغه د مشکوکه وژنې خلاف بیا بیا لوی پرلتونه ووهل شول.


وروسته د شمالي وزیرستان د مرستیال کمېشنر له دفتره خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلتوالو او انتظامي چارواکیو ترمنځ پر څلورو نکتو خبرې په کامیابۍ سره پای ته رسېدلي دي.

لومړی: پوځ به په سیمه کې ځايي پولیسو په بدرګه کې ګشت کوي.

دوهم: تر چادونې پس به ځايي وګړي نه شکنجه کېږي، د ځايي مشرانو له سپیناوي او باور وروسته به په شک نیول شوي ځايي کسان پرېښودل کېږي.

درېم:له (۶م دیسېمبره ۲۰۱۹) به د تورو شیشو ګاډو خلاف ګام اخېستل کېږي او هېڅوک به نه پرېښودل کېږي چې د خپلو ګاډو شیشې تورې کړي.

څلورم: د رضاءالله د وژنې قضیه به پلټل کېږي او د ځايي ادارې له لارې به د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه په ورستي پرمختګ خبره ساتل کېږي.

نقیب الله مسود، کراچۍ

کراچۍ سهراب ګوټ سيمه کې د ۲۰۱۸ ز کال د جنورۍ میاشتې پر ۱۳مه نېټه د جنوبي وزيرستان مکين تحصيل يو ځوان نقيب الله مسود وژل شوی او خپلوان يې د وژنې تور پر پوليسو لګوي. خو هغه وخت پولیسو ادعا کوله چې د تحریک طالبان پاکستان یو غړی نقیب الله مسود چې اصلي نوم یې نسیم الله دی له دوی سره په مقابله کې وژل شوی دی.

د کورنۍ يو غړی نور رحمان یې تور لګاوه چې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) اهلکار په سپينه جامه کې راغلي وو او نقیب مسود یې له دوکانه يي اوچت کړی وو.

د ۲۶ کلن نقيب مسود له ۲۰۱۰ ز کاله بیا تر ۲۰۱۸ ز کاله چې وژل کېدو په کراچۍ کې مېشت وو. د هغه د کورنۍ يو غړي مشال راډيو ته ویلي ول چې نقيب مسودد کراچۍ په سټيل مل کې مزدروي کوله او په هغو پیسو یې په سهراب ګوټ سيمه کې د جامو خپل دوکان جوړولو.

که څه هم د نقیب الله مسود د وژنې په تور د هغه وخت د کراچۍ سهراب ګوټ اېس اېس پي له خپلې دندې لیرې کړل شو خو لاهم د نقیب کورنۍ ته انصاف نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG