د لاسرسي ځای

تازه خبر

'تر هغو نه ځو چې د عدنان شینوارۍ کورنۍ ته مو انصاف نه وي راوړی'


نن پر پینځمه ورځ هم پرلت دوام لرلو
نن پر پینځمه ورځ هم پرلت دوام لرلو

د خیبر ضلعې د مختارخېلو کلي د ۲۲ کلن ځوان عدنان شینواري د وژنې پر پیښه نن پر پنځمه ورځ هم د لنډ يکوتل په چاروازګۍ کې احتجاجي پرلت دوام لري.

دلته هره ورځ د سهار له نهو د ماښام تر پینځو بجو پورې د خیبر درې لار افغانستان ته د مال وړونکو ګاډو پرمخ تړل کېږي او نن هم تړلې وه. د پرلت په ځای کې یې فاتحه هم روانه ده او سیاسي او مدني فعالان ورځي او هلته خپلې وینا ګانې کوي.

پرلتوال وایي، د عدنان شینواري له کورنۍ سره دې انصاف وشي، شهید پکېج او یوه نوکري دې ورکړل شي او د دغې پېښې عدالتي پلټنې دې وشي او په راروان وخت کې دې د داسې ډول پیښو نه کېدو پوخ باور ورکړل شي.

په چاروازګۍ کې د پرلت پر مهال عدنان شینواري پلار اسماعیل شینواري مشال ریډيو ته وویل: ''موږ یوازې دا غواړو چې دا پېښه دې په ډاګه کړل شي چې زما له زوی سره دا ظم ولې وشو. پکار وه لومړی عدالت ته وړاندې کړل شوی وی، موږ ته دې د عدنان یو جرم په ګوته کړي، موږ به احتجاج ته تر هغې پورې دوام ورکوو چې تر څو یې انصاف نه وی راکړی.''


د خیبر سیاسي اتحاد مشر شاه حسین شینواری وایي: ''موږ له خپلو بچو د سر د مستقبل لپاره ناست یو، چې دا لړۍ به روانه وي او که نه ودرېږي به، د عدالت پرته وژنو پلټنې دې وکړل شي، عدنان درې میاشتې وړاندې له خپل کلي پورته کړل شوی وو او پولیس وایي، په ریګي کې په مقابله کې وژل شوی نو داسې خبرې بیا په ریاست پوښتنې راپورته کوي، شهید پکېج دې ورکړل شي. دا ناجایزه غوښتنه ځکه نه ده چې نوموړی د حکومت پیټي بند ملازم وو او دا خو یې حق دی، بس دلته به ناست یو چې تر څو راسره پخې خبرې نه وي شوې.)

یو سیاسي فعال مراد حسېن اپرېدی وایي: (که په وخت دا مذاکرات و نه شول نو کېدای شي دا احتجاج پراخ کړل شي او بیا د خیبر درې لار تر کارخانو پورې مکمله وتړل شي.)

د عدنان شینواری وژنې ضد لواړګي کې احتجاجي پرلت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:36 0:00


د ګل په ورځ دې پرلت ته د خیبر د پولیسو ضلعې مشر ډي پي او محمد اقبال او د خیبر ډپټي کمشنر محمد اسلم راغلي وو خو له دوی سره ابتدایي مذاکرات کامیابه نه شول او تمه ده بیا پیل شي.

د فبرورۍ په ۲۲ نېټه د پیښور د تره ګرې ضد ځانګې سي ټي ډي پولیسو په یوه بیان کې ویلي وو چې دوی د فبرورۍ په ۲۱ مه نېټه په ریګي سیمه کې د وسلوالو پرضد عملیات کړي ول چې پینځه ترهګر پکې وژل شوي ول او په دې کې عدنان شنیواری هم شامل وو خو د عدنان شینواري کورنۍ دا تور ردوي او وایي، درې میاشتې وړاندې امنیتي ځواکونو د لټون د عملیاتو په وخت پورته کړی وو او له دوی سره بندي وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG