د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځینو اروپايي هېوادونو ټولبند نرم کړی


د اېټالیې په بروګاریو کې میشت د ضوابۍ شاهد خان
د اېټالیې په بروګاریو کې میشت د ضوابۍ شاهد خان

رپورټونه وايي، د اپريل تر ۱۶مې په ټوله نړۍ کې د کورونا ناروغانو شمېر شاوخوا دوه ميليونه او ۹۴۰۰۰ ته رسېدلی، چې ورڅخه ۱۳۵۵۰۰ مړه شوي دي.

له دې ناروغانو يې تر دې دمه شاوخوا ۵۲۰۰۰۰ روغ شوي هم دي.

داسې رپورټونه هم دي چې ځينو اروپايي هېوادونو له تېرې شاوخوا يوې نيمې مياشت راهيسې په لګولي ټولبند کې يو څه نرمي راوستې.

دا له هغه وروسته ده چې په دې هېوادونو کې د کورونا وايرس په پېښو کې کمی وليدل شو.

د سپين ترڅنګ اټلي د اروپا هغه هېواد دی چې د پام وړ شمېر وګړي يې په کورونا ناروغۍ اخته شول.

د اټلي حکومت که څه هم له نهې ورځې راهيسې لګولی لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون يو څه نرم کړی، خو د دې هېواد مشهور مېلان ښار ته په يوه نېږدې سيمه بروګاريو کې مېشت د خيبر پښتونخوا د صوابۍ شاهد خان وايي، دوی لا هم پرته له حکومتي اجازې له کوره بهر نشي وتای.

نوموړي، چې په اټلي کې يې لوړې زده کړې کړي او له خپلې کورنۍ سره هلته اوسي، له مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو سره يې د اپريل پر ۱۶مه په داسې حال کې خبرې وکړې چې يوې مغازې ته د کور سودا اخيستو لپاره تللی وو.

"مخکې به د ورځې تقريباً ۱۰۰۰۰ کسان ناروغه کېدل، اوس دغه شمېر شاوخوا ۲۰۰۰ ته ټيټ شوی دی. خلکو يو څه د ارامۍ احساس کړی دی، خو لا هم اجازه ورته نشته چې له کورونو ووځي. داسې هم ويل کېږي چې راتلونکې اوونۍ لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون ښايي نور هم سخت شي. حکومت يوازې د کور او بجلۍ او اوبو نظام د مرمت چارو اجازه ورکړې. له کورونا د حفاظت واحد علاج په کور ناسته ده. زما په وطن کې له خپلو خلکو هيله ده چې بې احتياطي و نه کړي."

اېټالیه کې د کورونا ناروغانو څانګه
اېټالیه کې د کورونا ناروغانو څانګه


د جلال اباد ملنګ جان هم له تېرو شاوخوا ۱۰ کلونو راهيسې په اېټاليه کې ژوند او په يوې فېکټرۍ کې مزدوري کوي.

نوموړي مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وويل، يوه مياشت کېږي چې دی او هم يې ماشومان د کورونا وايرس له وېرې په کور ناست دي.

" موږ ‌‌‌‌‌‌ډېر په وېره کې يو ځکه چې په اپارټمنټ بېلډینګ کې مو يو کس په کورونا اخته شوی وو. زموږ د صوبې نوم اومېلييا رومانا دی او موږ يې په يوه وړوکي ښار کې اوسو. که کله مو خواړه او يا هم دوا پکار شي نو له حکومته دوکان ته د تګ اجازه اخلو. په دې خوښ يو چې د کورونا ناروغانو د مړينې کچه ټيټه شوې. د ضرورت پر وخت له خپل ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سره يوازې په ټيليفون رابطه کوو. هسپتالونو ته د تګ اجازه نه لرو، هغه وار له مخه له کورونا ناروغانو ‌‌‌‌‌‌ډک دي. دومره پيسې لا هم لرو چې ځانته پرې خواړه او د ورځني اړتيا نور شيان برابر کړو."

بېلجيم هم له هغو اروپايي هېوادونو دی چې لګولی لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون يې يو څه نرم کړی.

د خيبر پښتونخوا د دير عابد جان، چې له يوې مودې راهيسې د دې هېواد په وارجېم ښار کې له خپلې کورنۍ سره يوځای اوسي، وايي چې کورونا وبا د اروپايانو ژوند زښته اغېزمن کړی دی.

نوموړی په خاصه توګه د بېلجيم په اړه وايي چې د کورونا وايرس له وجې لګول شوي لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون د اقتصادي ستونزو ترڅنګ خلکو ته ټولنيزې او نفسياتي مسالې هم جوړې کړې دي.

"د دې ځای خلک به کلبونو ته تلل، مېلې به يې کولې، هغه هر څه اوس بند دي، ځکه نو دوی زښته خپه دي. د خلکو کار روزګار هم اغېزمن شوی. اقتصادي ستونزې دي. بله مساله دا ده چې په کورونو کې جنګ جګړې زياتې شوې دي. د دې ځای رسنيو د بروکسل د وکيلانو اتحاديې په حواله ويلي چې ښځې او سړي په بې ساري ‌‌‌‌‌‌ډول عدالتونو ته د طلاق اخيستو لپاره مراجعه کوي. دا د کورونا وبا له لاسه د خلکو ټولنيزې ستونزې دي. داسې هم ويل کېږي چې نفسياتي ناروغان هم تر پخوا زيات شوي. لنډه دا چې دلته ژوند ‌‌‌‌‌‌ډېر بدل شوی دی.

عابد جان، چې له جرمني يې په فلسفه کې لوړې زده کړې کړي او دا مهال په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ دی، وېره ښيي چې که د پاکستان او افغانستان حکومتونو او هم يې خلکو د کورونا وايرس مساله جدي و نه نيوله نو ښايي هلته حالت له کنټروله ووځي.

رپورټونه وايي، د اروپايي ټولنې کمېشن مشرې د زيارت پر ورځ اروپايي پارليمان ته په وينا کې له اټلي له دې امله بښنه وغوښته چې ياده ټولنه په سخت وخت کې د هغې په کار رانغله.

د اروپايي پارليمان غونډه د کورونا وبا د مخنيوي پر ګډو لارو چارو د غور لپاره بلل شوې ده.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG