د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیج کې ګېر پاکستانیان د واپسۍ مرسته غواړي


د دبۍ هوايي ډګر
د دبۍ هوايي ډګر

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د هغو پاکستانیو وګړو د واپسۍ ‌بندوبست لپاره د التوا تحریک جمع شوی دی چې د کرونا وایرس وبا خپرېدو پس په نورو هیوادونو کې ګېر پاتې دي او کار روزګار یې ختم شوی دی.‌

په دې اړه د عوامي‌ نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک د نهې پر ورځ مشال ریډيو ته وویل، د خیبر پښتونخوا لوی شمېر مزدوران چې بهر هیوادونو ته د روزګار لپاره تللي‌دي،‌ د کرونا وایرس وبا له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي‌ نو ځکه یې ځکه یې د اپرېل پر ۱۳مه نېټه د خپلې صوبې په اسمبلۍ کې د التوا تحریک راوړ چې حکومت دې د هغوی د واپسۍ بندوبست وکړي.

د نوموړي په خبره، د صوبې چې کوم غریبانان د نوکریو په غرض بهر ته للي دي‌، په ګرده نړۍ کې د ټولبند له لاسه کاروبارونه او روزګارونه په ټپه ولاړ دي، نوکرۍبندې دي.‌ ‌هغوی ته د رهایش مسلې دي، ‌د کرایې مسلې دي، د خوراک څښاک او نورې ډېرې مسلې دي.‌ هغوی بیا بیا په خپلو سفارتخانو کې د لکونو په شمېر رجسټریشن کړی دی.‌

د بابک په خبره ‌ په دغو سختو حالاتو کې هغوی واپس راتلل غواړي. خو اوس هم حکومت دې خبرې ته توجه نه ورکوي‌.‌ هغه خلک چې په بهر ملکونو کې دي،‌ په لکونو اربونو روپۍ زرمبادله دې ملک ته رالېږي‌نو حکومت ته پکار ده چې په سخت وخت کې د دغو خلکو په عزت سره وطن ته د واپسۍ انتظام وکړي.‌ که دغه خلک په قرنطین کې ساتل کېږي په هغې د چا اعتراض نشته خو ضروري دا ده چې هغوی راوستل شي.

سردار حسین بابک وویل دا یوه قامي مسله ده او اوس به ورباندې په صوبايي اسمبلۍ‌ او په مرکزي‌ کچه بحث کېږي خو دا ضروري وه چې د دغو مزدورانو لپاره اواز پورته کړل شي.

په دوبۍ کې یو ټیکسي چلوونکي هارون زاده مشال ریډيو ته وویل کار روزګار یې ډېر متاثره شوی او نه شي‌کولای چې خپله او په وطن کې د کورنۍ خرچه پوره کړي.‌

هارون زاده زیاتوي: ''د کرونا وایرس راتللو سره پر ټیکسي‌ ډرایورانو باندې ډېر اثر پریوتو. ځکه چې موږ خو به د پرسنټیج په حساب ځان له سسټم جوړو. نو هغه څیز خو هم داسې لاړو.‌ځکه چې حالات ډېر خراب دي‌،‌ یکسیانو وخت هم کم شوی دی.دلته هم د کرایو ډېر غټ مصیبت دی او کور کې مو هم واړه واړه وروڼه خویندي دي،‌ مور پلار او بچي مو دي. ‌په هغوی هم ډېر غټ مصیبت دی.''

په شارجه کې هم یو ټیکسي‌وان ولي‌محمود وايي، د دوی کار د کمېشن په بنیاد وي‌ او نه شي‌کولای چې د بچو د کفالت لپاره پیسې وګټي.‌

''زما تعلق د خیبر پښتونخوا نه دی.‌ زه د ډېرې مودې نه په شارجه کې ټیکسي‌چلووم.‌ زموږ فکس تنخوا نشته. په کمېشن کار کوو. خو اوس کار نشته. شپې کرفیو وي‌، ګاهک هم نشته.‌ په کلي کې مو د کاروبار څه ذریعه نشته. بس هم دغه ټیکسي‌ ډیوټي مو اسره وه. دلته د دیرې کرایانې دي‌ او انډیوالي‌ده.‌ د کور خرچې دي.‌چې کار نه وي‌نو پیسې به له کومې راځي.‌ زما دا پیغام دې چې زموږ سره امداد او تعاون وکړل شي‌ نو ښه به وي.'' ‌

د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند اجمل وزیر سره مو د رابطې کوشش وکړ خو نوموړي مو پوښتنې ته ځواب ونه وایه.

مخکې وزیراعظم عمران خان متعلقه ادارو ته امر کړی و چې په نورو هیوادونو کې ګېرو د شا او خوا ۴۰۰۰۰ پاکستانیو وګړو د واپسۍ‌ بندوبست وکړي.‌

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د وزارت پر ویب پاڼه په یو ویډیويي‌پیغام کې ویلي په بهر ملکونو کې د ګېرو پاکستانیانو مسلو د حل لپاره یې په خارجه دفتر کې یو کرایسسز منجمنټ سیل جوړ کړی دی‌ او پر ویب پاڼه د هغې شمېره موجوده ده. ‌نوموړي وویل دوی ته د دغو خلکو د تکلیف احساس شته او غواړي‌چې ژر یې هیواد ته روالي خو باید دوی څه ضروري ګامونه هم واخلي‌. ‌نوموړي‌وویل

چې څنګه څنګه د قرنطین مرکزونو شمېره زیاتیږي‌ او حالات سازګاریږي نو د دغو پاکستانیانو د واپسۍ‌ انتظام به کیږي.‌

دا وخت ګڼ شمېر پاکستانیان یوازې په متحده عرب اماراتو کې د ویزې یا روزګار د ختمیدوله وجې بند پاتې دي.‌ خلیج ټایمز ورځپاڼه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خولې لیکي‌ دا وخت په منځني ختیځ کې د ګېرو پاکستانیو وګړو شمیر نهه دیرش زره اووه سوه اته څلوېښت دی چې ۳۶۰۰۰۰ په یو اې اي،‌ قطر او اومان کې دي.

XS
SM
MD
LG