د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جانیخېلو زده کوونکو د انټرنېټ نشتوالي ضد مظاهره کړې


زده کوونکي وايي انټرنېټ نشته نو انلاین زده کړې نشي کولای
زده کوونکي وايي انټرنېټ نشته نو انلاین زده کړې نشي کولای

بنو - د پخوانۍ نیمه قبایلي سیمې جانيخېلو زده کوونکو د انټرنېټ نشتوالي ضد احتجاج کړی دی.

دوی د اپرېل پر ۱۰مه مشال راډيو ته وویل، د کورونا وایرس د وبا مخنیوي په موخه تعلیمي ادارې تړلې پرتې دي او د انلاین زده کړو بهیر روان دی خو دوی د انټرنېټ نشتوالي له وجې ورڅخه بې برخې دي.

دې زده کوونکو همداراز وویل چې د انټرنېټ نشتوالي له کبله یې معلوماتو ته لاسرسی هم ګران شوی.

د قبایلي او نیمه قبایلي سیمو انتظامیې وايي، موبایل ټېلېفوني انټرنېټ (درې جي او څلور جي) یې د امنیتي اندېښنو له وجې تړلي.

تر جانيخېلو دوه ورځې مخکې د جنوبي او شمالي وزیرستان زده کوونکو هم د انټرنېټ نشتوالي ضد مظاهره کړې وه.

د پاکستان وزیراعظم او د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر تر قبایلو د موبایل ټېلېفون انټرنېټي خدماتو پرانیستو اعلانونه کړي چې لا عملي شوي نه دي.

د پاکستان حکومت د کورونا وایرس مخنیوي په موخه د مارچ له میاشت راهیسې د هېواد ټول ښوونځي، کالجونه او پوهنتونونه تړلي.

خو اکثره کالجونو او پوهنتونونو د انلاین درسونو انتظام کړی البته د قبایلي سیمو زده کوونکي وايي، د انټرنېټ نشتوالي له کبله لېکچرونو ته نشي حاضرېدای او تعلیمي کال یې ضایع کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG