د لاسرسي ځای

تازه خبر

له سیپېک څخه امریکا هم ګټه اخېستلای شي: قریشي


د پاکستان بهرنیو چارو وفاقي وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان بهرنیو چارو وفاقي وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان بهرنیو چارو وفاقي وزیر شاه محمود قریشي په یکشنبه له رسنیو سره خبرو کې ویلي پاکستان د امریکا هغه اندېښنې رد کوي چې پکې يې ویلي د سي پیک منصوبې لوجې به د پاکستان قرضه ډېره زیاته شي او په نورو اقتصادي ستونزو کې به ښکیل شي خو ګټه به يې یواځې چین ته رسي.

بل پلو د پاکستان مسلم لیګ ن عمومي سیکتر احسن اقبال ويلي د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ حکومت د سيپېک منصوبه لانجمنه جوړه کړې نو ځکه پکې غلط فهمۍ پیدا شوي.

د نومبر په څلیرویشتمه په ملتان کې رسنیو سره خبرو کې د بهرنیو وفاقي وزیر شاه محمود قرېشي وویل دوی د امریکا د نایب خارجه وزیرې ایلس ویلز هغه بیان رد کوي د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې لوجې به د پاکستان قرضه نوره هم سیوا شي.

د نوموړي په خبره دا منصوبه یوازې د پاکستان په ګټه نه ده بلکې دا د ټولې نړۍ په ګټه ده او که امریکا غواړي نو هم په دې کې سرمایه کاري کولی شي.

(په سي پیک به هېڅ اثر نه غورځیږي او د ایلس ویلز رای کېدای شي خو پاکستان د هغې د رای سره متفق نه دی او موږ هغه رای مسترد کړې ده، موږ نه ګڼو چې د سيپېک بوج به زموږ په قرضو کې اضافه وکړي او که تاسو د پاکستان ټول د قرضې بوج وګورئ نو څلور اویا اربه ډالره دی او په دغه کې چې د سيپیک کوم اثر دی هغه څلوېښت لکه نوي زره ډالره دی نو دا ویل چې د سي پیک لوجې به زموږ په قرضه کې ډیره زیاته اضافه وشي نو دا سمه فېصله نه ده او موږ د هغوی د رای سره متفق نه یو.)

دا له هغې روستو چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا نایب خارجه وزیرې ایلس ویلز په واشنګټن کې په یو کنفرانس کې ویلي د چین پاکستان د اقتصادي راهدارۍ د شپېتو اربو ډالرو دا منصوبه به یوازې د بیجینګ په ګټه تمامېږي او پاکستان ته يې خبردارې ورکړی چې له چین سره لویو اقتصادي منصوبو ترسره کولو لوجې يې راتلونکي کې د هیواد اقتصاد له خطر سره مخامخېدای شي.

دا شان په اسلام آباد کې د نومبر په دوویشتمه د سيپېک مېډیا پنځمې غونډې ته په وینا کې په پاکستان کې د چین سفیر ویلي چې د پاکستان او چین ترمېنځ د اقتصادي راهدارۍ منصوبه کې د درغلیو خبرونه ناسم دي او ایلس ویلز د ناسمو مالوماتو په بنیاد دا خبرې کړي دي او امریکا دې له اختیاطه کار واخلي.

د سي پیک په منصوبه د پاکستان مسلم لیګ جنرل سیکتر احسن اقبال په یو بیان کې ویلي وزیراعظم عمران خان او د کابینې غړیو یې که د سي پیک منصوبه لانجمنه نه وه جوړه.

کړې نو نن به دا غلط فهمۍ نه پیدا کېدې باید چې په دې منصوبه له اختیاطه کار واخیستل شي.

بل پلو د اطلاعاتو خصوصي سلاکارې ډاکټرفردوس عاشق اعوان د نومبر په څلیرویشتمه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي سي پیک منصوبه د پاکستان لپاره د پرمختګ ضمانت دی او دا زموږ لمړۍ ترجیح ده او دا منصوبه یوازې د چین او پاکستان نه بلکې د ټولې منطقې د پرمختګ لپاره به لارې خلاصې کړي نو په دې خاطر دوی د دې منصوبې لړ کې د امریکا اندېښنې ردوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG