د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین ـ پاکستان اقتصادي پروژې په باب د امریکا خبرداری


د جنوبي اسیا لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیاله الیس وېلز
د جنوبي اسیا لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیاله الیس وېلز

امریکا پاکستان ته خبرداری ورکړی چې له چین سره د لویو اقتصادي پروژو په ترسره کېدو سره یې په راتلونکې کې د خپل هېواد اقتصاد له خطر سره مخامخېدلی شي.

د جنوبي اسیا لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت سرپرستې مرستیالې الیس وېلز د پنجشنبې په ورځ په یوه کنفرانس کې اسلام اباد ته وړاندیز وکړ چې د سیپېک پرځای دې د امریکا سوداګرۍ بېلګې په پام کې ونیسي.

د دې په خبره د چین - پاکستان اقتصادي دهلېز د ۶۰ میلیاردو ډالرو پروژې به یوازې د پیکینګ په ګټه تمامې شي.

امریکا او د اروپايي ټولنې ډېرو هېوادونو د چین دا پروژه او د سیمه ییزو بنیادي ډانچو لپاره د چین پر پورونو نیوکې کړې او خبرداری یې ورکړی چې د چین دا کار به یوشمېر پرمختیايي هېوادونه تر پورونو داسې لاندې کړي چې هېڅکله به یې پرې نه کړي.

د چین - پاکستان اقتصادي دهلیز چې پکې د اورګاډي، سړک او انرژۍ منصوبې دي، د "یوې لارې، یوه کمربند" په نوم د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت د سترې چینايي پروژې برخه ده.

الیس وېلز په واشنګټن کې د ووډرا ویلسن نړیوال څیړنیز مرکز کې د وینا پر مهال وویل، دا روښانه ده او یا اړتیا ده روښانه شي، چې د چین - پاکستان اقتصادي دهلېز د مرستې پروژه نه ده.

هغې خبرداری ورکړی چې د چین- پاکستان اقتصادي پروژه چې د عمليکولو لپاره یې چینايي کمپنۍ خپل مواد او کارګر استوي د بې شانه پورونو بڼه لري.

دې امریکايي ډپیلوماټې زیاته کړه، په داسې حال کې چې په پاکستان کې بې کاري په زیاتېدو ده، د چین پاکستان اقتصادي پروژه تر ډېره په چینايي کارګرو او اکمالاتو ولاړه ده.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG