د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلو پر معدنیاتو لومړی حق د سیمې د ولس دی: مشران


د مرمرو کاڼي څنګه جوړېږي او تراشل کېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:31 0:00

په مومندو کې د مرمرو کاڼو کانونه او کارخانې دي

پراګ - د قبایلو مشرانو ویلي، د سیمې پر معدنیاتو او ګټې یې لومړی حق د ولس دی او دا چې حکومت دې د معدنیاتو لټون، ایستلو او خرڅلاو ټول واک د هغو سیمو خلکو ته وسپاري.

دوی د جنورۍ پر ۱۴مه له مشال راډیو سره په خبرو کې له ځېنو سیمو څخه په ناقانونه توګه د معدنیاتو پر ایستلو اندېښنه وښوده او ویې ویل چې حکومت دې د دې پر وړاندې سم اقدامات وکړي.

د عوامي نېشنل ګوند د صوبایي اسمبۍ غړی بهادر خان وایي، د قبایلي ضلعو ټول معدنیات چې پکې زیاتره ماربل شامل دي پنجاب ته وړل کېږي او زیاتره لویې ټېکې د نورو صوبو خلکو ته ورکول کېږي: ((ټول معدنیاتو نورو سیمو ته انتقال شول. باجوړ خو یې له معدنیاتو ختم کړی، دا که په سالارزو کې ول، که په ماموند کې، که په مومندو، چارمنګ، امبار او داسې په نورو سیمو کې زیاتره یې په غېر قانوني توګه نورو سیمو ته انتقال شول.))

موږ پر دې هم غور کوو چې که له یو ځایي کس سره ټول الات وي نو باید چې د معدنیاتو د ایستلو لومړی حق هم د ځایي خلکو وي.
امجد علي خان

د مومند د زیارت د ماربلو د درنګ په اړه د سیمې یو مشر ملک فردوس خان وایي، کان له تېرو څو میاشتو راهیسې بند دی او خلک بې روزګاره دي: ((دوی ته د کاڼو د راویستلو لپاره بارود نه ورکوي، دلته اوس داسې خبرې هم کېږي چې ګني نور خلک پرې قبضه کول غواړي، او لکه د خیبر او وزیرستان غوندې کېدای شي، پنجاب ته دا کار حواله کړي. موږ په یوه داسې سیمه کې ژوند کوو چې هېڅ قانون نه لرو، قبایل به په نړۍ کې داسې یوازینی قام وي چې هېڅ قانون نه لري.))

د وزیرستان یو مشر ملک خان مرجان وزیر وایي، پخوانیو حکومتونو د قبایلو ټول وسایل د خپلو ګټو لپاره استعمال کړل او قبایلو ته یې هېڅ ګټه ونه رسېده.

نوموړی وایي، اوس یې پر خپلو وسایلو د خپل حق لپاره هلې ځلې پیل کړي دي: ((له مومندو یې ټول معدنیات اسلام اباد ته یوړل، او اوس په وزیرستان کې هم د کرومایټ په اړه مالومات کوي. قبایل له وړاندې د خپلو وسایلو له لوټ ماره تنګ دي.))

بلخوا د خیبر پښتونخوا د معدنیاتو وزیر امجد علي خان وایي، د نورو سیمو غوندې د قبایلي ضلعو د معدنیاتو د ایستلو کار هم د قانون لاندې کېږي: ((له قانون سره سم، په نېلامۍ کې د ټول پاکستان خلک او بهر ژوند کوونکي پاکستانیان هم برخه اخیستی شي، نو چې څوک زیاته بولي ورکوي که هغه د پنجاب وي او که د سیند، هغوی ته ورکول کېږي. کېدای شي پخوا داسې وه چې نورو صوبو ته زیاتې ټېکې ورکول کېدې خو اوس موږ په دې قانون کې بدلون کوو. موږ پر دې هم غور کوو چې که له یو ځایي کس سره ټول الات وي نو باید چې د معدنیاتو د ایستلو لومړی حق هم د ځایي خلکو وي.))

د فاټا د خیړنیز مرکز وايي، په قبایلي ضلعو کې ۱۹ مختلف معدنیات دي چې پکې تانبا یا مېس، مېنګنیز،کرومایټ ، خامه اوسپنه، تېل، ګېس، سکاره، جېپسم، د مرمرو کاڼي، ډولومایټ او نور شامل دي.

XS
SM
MD
LG