د لاسرسي ځای

تازه خبر

کشمیر کې تر تاوتریخوالي وروسته محدودیتونه بحال


هندي سرتېري د سرینګر پر سړکونو ګزمه کوي
هندي سرتېري د سرینګر پر سړکونو ګزمه کوي

پراګ - چارواکو د اګست پر ۱۸مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې د شپې مهال تر نښتو او تاوتریخوالي وروسته یو ځل بیا د خلکو پر پر تګ راتګ محدودیت لګولی دی.

رویټرز اژانس د لوړپوړو چارواکو او عیني شاهدانو په حواله وايي چې د سیمې اوسېدونکو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې لسګونه کسان ژوبل شوي.

د اګست پر پېنځمه هند د اساسي قانون ۳۷۰ او ۳۵ اې مادې لغوه کړې چې ورسره د کشمیر کورواکي ختمه شوه او پر هغې سیمې د هند ایین په بشپړه توګه عملي شو.

دې اقدام د هند او پاکستان تر واک لاندې کشمیر او اسلام اباد کې غوسه او احتجاجونه پارولي.

تر دې وروسته هندیو امنیتي سرتېرو په سیمه کې چاپې وهلې دي، انټرنېټ او ټېلېفوني شبکې یې تړلې دي چې ورسره له سیمې څخه خبرونه په خورا مشکله ترلاسه کېږي.

رویټرز اژانس د دوو لوړپوړو چارواکو له خولې ویلي دي چې د اګست ۱۷مې شپې مهال په نښتو کې لږ تر لږه ۲۴ کسان چې په بدنونو یې د چرو ټپونه ول، روغتونونو ته رسول شوي.

یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې په سرینګر کې خلکو پولیس په کاڼو وویشتل.

رویټرز اژانس د یوه عیني شاهد او چارواکو له خولې لیکلي چې هندیو سرتېرو د احتجاج کوونکو منتشرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس، د مورچکیو بمونه او چرېدار کارتوس کارولي دي.

هندیو چارواکو د اګست پر ۱۷مه په سیمه کې د محدودیتونو نرمولو، د سفر اجازې او په یو شمېر سیمو کې د ټېلېفوني او نورو خدماتو بحالولو اعلان وکړ.

خو د سیمې سلګونه مشران او سیاستوالان اوس هم په بند کې دي او له کشمیره بهر بنديخانو ته وړل شوي.

پر ۱۹۴۷ز کال چې هند ووېشل شو او پاکستان جوړ شو، له هغه وخت راهیسې کشمیر د دواړو هېوادونو ترمنځ لانجمنه موضوع ده او د یوې برخې انتظام یې له نوي دلي او د بلې یې له اسلام اباد سره دی.

د کشمیر لانجې له کبله هند او پاکستان دوه جنګونه هم کړي دي.

د هند تر واک لاندې کشمیر کې په تېرو درو لسیزو کې د تاوتریخوالي له کبله له ۵۰،۰۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي او د چارو کتونکي وايي، د نوي دلي تازه اقدامات ښايي په سیمه کې وسله وال مزاحمت وهڅوي.

خو هندی وزیراعظم نرېندرا مودي وايي، اقدامات به یې سیمه له بېلونپالنې او ترهګرۍ خلاصه کړي.

هلته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اګست پر ۱۶مه تر تړلیو ورونو شا ته د سیمې پر حالاتو بحث کړی دی.

د هغې غونډې هېڅ تفصیل نه دی ورکړل شوی خو د چین او پاکستان په غوښتنه وربلل شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG