د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: د کشمير پر مسله دې له زغمه کار واخېستل شي


د ۲۰۱۹ م کال د اګست په ۸ مه د کشمير په سرينګر کې اخستل شوی عکس.
د ۲۰۱۹ م کال د اګست په ۸ مه د کشمير په سرينګر کې اخستل شوی عکس.

پراګ ـ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو پر دې خبره ټينګار کړی چې د کشمير پر سر د پاکستان او هندوستان ترمنځ د راپورته شوي کړکېچ پر مهال بايد له زغمه کار واخېستل شي.

د اګست په ۱۶مه په نيويارک کې د جمو کشمير په مسله د امنيت شورا د بندو دروازو ترشا له غونډې وروسته په ملګرو ملتونو کې د چين سفير ژانګ چون خبريالانو ته وويل:

"عمومي سکتر هم څو ورځې مخکې بيان خپور کړی او د امنيت شورا له بحثه چې ما څه اورېدلي د هغو پر اساس زما دا نظر دی چې د شورا غړو د جمو کشمير په موجوده حالت جدې انديښنه ښودلې. هغوی هلته د بشري وضعیت په اړه هم انديښمن دی او د امنيت شورا د غړو عمومي نظر دا دی چې بايد اړونده خواوې د څه قسمه يو اړخيزه ګام له پورته کولو ډډه وکړي، ځکه چې دا هلته کې له وړاندې موجوده سخته او خطرناکه ترنګلتيا لا پسې زياتولی شي."

له يادې غونډې وروسته په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفيرې مليحه لودي ادعا وکړه چې نړۍ دا خبره رد کړه چې د هند لخوا د جمو کشمير ځانګړي حيثيت ختمول د هند داخلي مسله ده:

"زما په خيال نننۍ غونډه د هند دا ادعا لغوه کوي چې جمو کشمير د هندوستان داخلي مسله ده. نن ټوله نړۍ په مقبوضه رياست او د هغه ځای په حالت خبرې کوي. څنګه چې چينايي سفير په جمو کشمير کې د بشري حقونو پر حالت ټينګار وکړ نو د بشري حقونو حالت ډېر خراب دی ځکه هندوستان چې استثنا ورته ترلاسه ده له بشري حقونو سرغړونه کوي او پر دې هم امنيت شورا خبرې کړي دي."

بلخوا د جمو کشمير په موضوع د امنيت شورا د بندو دروازو تر شا د اګست د ۱۶مې له غونډې وروسته په ملګرو ملتونو کې د هندوستان سفير سيد اکبر الدين خبريالانو ته وويل چې پخوا او اوس هم د دوی قامي دريځ دا دی چې د کشمير خودمختاره حيثيت ختمولو پريکړه په بشپړه توګه د هند داخلي مسله ده:

"موږ نړيوالو مصروفه ادارو ته اړتيا نه لرو چې دا هڅه وکړي يا موږ ته ووايي چې موږ به ژوند څنګه کوو؟ موږ څه باندې يو ارب خلک يو، موږ ته مالومه ده چې بايد څه وکړل شي او موږ جمهوريت ته ژمنتيا لرو، موږ به خپل اهداف پوره کوو. زموږ ځينې خلک مشکلات لري خو موږ د دې مشکلاتو له منځه وړو ته ژمن يو او مهرباني وکړئ چې موږ ته وخت او موقع راکړئ چې دا ستونزې حل کړو."

بلخوا هم د اګست پر ۱۶مه، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې د جمو کشمير په مسله او افغان سولې د پاکستاني وزيراعظم عمران خان او امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترمنځ خبرې شوي دي:

"عمران خان له ډونلډ ټرمپ سره د ټیلي فون له لارې د سیمې پر حالاتو او په ځانګړې توګه د جمو کشمير په مسله خبرې کړي دي. وزير اعظم له امريکايي ولسمشر سره د سلامتي کونسل پر غونډه خبرې وکړې او د سيمې امن او ثبات ته په ورپيښ خطر يې هغه ته د پاکستان نظر وړاندې کړ او هغه يي په اعتماد کې واخېست. د دې ترڅنګ د افغانستان پر حالاتو هم خبرې وشوې. پاکستان د پخوا په څېر اوس هم د افغان سولې پروسې ته ژمن دی."

د يادونې وړ ده چې پاکستان له هند سره د سفارتي تعلقاتو کچې ټیټولو، دوه اړخیزه سوداګرۍ ځنډولو او د «سمجوته ايکسپرېس» اور ګاډي د سروس د بندولو پريکړې وروسته له هغو وکړې چې د هند پارلېمان د اګست پر پنځمه د خپل واک لاندې د کشمير نیمه خپلواکه حيثيت ختم کړ او د کشمیر په اړه د اساسي قانون۳۷۰مه ماده يې لغوه کړه.

هغې دفعې کشمیر ته د دفاعي بهرنیو او مالي چارو او مواصلاتو پرته په نورو ټولو چارو کې د خپلواکۍ حق ورکړی وو او کشمیر خپل ایین او حکومت لاره.

له نوي بدلون سره سم د هند اساسي قانون په کشمیر کې عملي شوی دی.

XS
SM
MD
LG