د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلمی خلیلزاد د پاکستان په سفر دی


خلیلزاد په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره ويني
خلیلزاد په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره ويني

اسلام اباد - د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د اګست پر لومړۍ د اسلام اباد په لنډ سفر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط وویل، خلیلزاد د هغه هېواد له خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره ویني.

د ده په خبره، ټاکل شوې چې خلیلزاد ماښام مهال قطر ته روان شي چې هلته له طالب استازو سره د سولې د خبرو اتم پړاو پیل کړي.

دې چارواکي نور معلومات ورنکړل خو زیاته یې کړه چې خلیلزاد، قریشي ته د کابل سفر په اړه معلومات ورکوي.

خلیلزاد د جولای پر ۲۳مه د سیمې د سفر له پیل راهیسې په کابل کې وو او د جولای پر ۳۱مه یې له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان دا سفر تر ټولو موثر وباله.

ده وویل: "زه نهه، ۱۰ ورځې په کابل کې وم، دا یو ډېر ښه سفر و، دا د دې دندې له پیل راهیسې تر ټولو بریالی سفر وو."

د ده په خبره، د سولې په اړه، د راتلونکو ګامونو په برخه کې د افغانستان له حکومت سره موافقې ته رسېدلی دی.

خلیلزاد په مرکه کې دا هم ویلي چې د افغانستان په اړه د پاکستان په تګلاره کې یې مثبت بدلون لیدل کېږي او اسلام اباد غواړي چې د سولې د بهیر مرسته وکړي.

هلته په دوحې کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین ویلي چې ښايي د اګست پر دویمه له خلیلزاد سره د خبرو بل پړاو پیل شي.

XS
SM
MD
LG