د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد د افغان سولې بهیر په تړاو د کابل وروستی سفر تر ټولو اغېزمن وباله


د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته خپل وروستی سفر د افغان سولې خبرو په بهیر کې تر ټولو اغېزمن بولي. نوموړي دا څرګندونې له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې.

خلیلزاد چې د خپل سفر په ترڅ کې دوحه ته روان شو، پر لاره به په پاکستان کې هم د لنډ وخت لپاره تم شي. هغه وویل چې امریکا او افغان حکومت د طالبانو سره د سولې خبرو په هکله پر راتلونکیو ګامونوموافقه کړې.

نوموړي په خپله مرکه کې دا هم وویل چې د افغانستان په باب په پاکستانۍ تګلاره کې مثبت بدلون لیدل کېږي او اسلام اباد غواړي چې د سولې پروسې سره مرسته وکړي.

د افغانستان ولسمشریزه انتخاباتو په باب خلیلزاد وویل، تر هغو چې د افغانانو په منځ کې د سولې وروستی تړون کېږي، امریکا د دې انتخاباتو بهیر ملاتړ کوي خو که بین الافغاني مذاکرات یوې فیصلې ته ورسېدل نو بیا د هغې فیصلې ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې خلیلزاد پر ټویټر لیکلي ول، دی دوحې ته روان دی نو که طالبان خپله برخه کار وکړي او موږ خپله برخه کار کوو نو یوې نتیجې ته به ورسېږو.

د سولې په چارو کې د افغانستان وزارت کې د ستراتیژیکو اړیکو مشرې ناجیه انوري ازادي راډيو ته وویل چې له طالبانو سره د خبرو لپاره افغان پلاوی تکمیل شوی دی چې پکې د افغانستان ټول قشرونه لکه سیاسي، ټولنیز او قامي شخصیتونه برخه لري.

XS
SM
MD
LG