د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې څه تېر شول؟


محسن داوړ او علي وزير
محسن داوړ او علي وزير

د مې په شپږ ويشتمه، د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران، محسن داوړ او علي وزيرستان د شمالي وزیرستان ډوګه مچه مده خېلو کې يو احتجاجي دهرنې ته روان وو.

داوړ د مې په اوه ويشتمه پر ټولنيزو مطبوعاتو خپرې کړې ويډيو کې وويل چې پوځ د بويه د خړ کمر په سيمې کې دوه چيک پوسټونه جوړ کړي وو. د هغه په وېنا کله چې تر ډېرو ناندريوو ورسته له دې چيک پوسټونو تېر او دهرنې څخه د هرکلي لپاره ورغلو خلکو سره مخ شول، نو پوځ پرې ډزې وکړي.

زموږ پر چيک پوسټ د علي وزير او محسن داوړ کسانو ډزې وکړي.
د پوځ وياند، ميجر جنرل اصف غفور

محسن داوړ وويل: ((خلکو زموږ په هرکلي کې د خوشالۍ اظهار کاوه. پوځيانو پر موږ د شا له خوا ډزې وکړي. اول خو ما ويل که هوايي ډزې دي خو وروسته چې چپ او ښي خواته خلک ولګېدل او وغورځېدل نو پوه شوم چې پوځ پر موږ رسا ډزې کوي. علي وزير غوښتل يو زخمي کس راپورته کړي. پوځيانو پر هغه زخمي او علي وزير ډزې وکړي. بيا یې هغه ونيو.))

محسن دواړ وايي د دوی دیارلس ملګري وژل شوي او تر دېرشو زخميان دي. بلخوا د مې په شپږويشتمه پوځ په خپله خبرپاڼه کې وويل چې علي وزير او محسن دواړ د يو مشکوک ترهګر د خوشې کولو لپاره د دوی پر يو چيک پوسټ بريد وکړ. د پوځ په وېنا د دوی پنځه کسان زخميان او له حمله کوونک يې درې ووژل.

د مې پر اوه ویشتمه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې پر دې مسله تاوده بحثونه وشول. د حکمران تحريک انصاف ګوند غړي او د پوسټل سرويس وزير مملکت، مراد سعيد د مې په ۲۷مه ویشتمه په پارليمان کې د پوځ خبرې تاييد او د پښتون ژغورنې غورځنګ دريځ رد کړ.

زموږ خلک بې وسلې او پر امنه وو. دوی پر چا ډزې نه دې کړې. پوځ پر موږ د شا له خوا ډزې وکړي. زموږ ۱۳ کسان يې ووژل او تر دېرشو يې زخميان کړل
محسن داوړ

سعيد زياته کړه: ((ويډيوګانې شته دی چې دوی پر پوځ څرنګه حمله وکړه او د پارليمان يو غړي څنګه خلکو ته اشتغال ورکړ. له دوه درې ورځو راهيسې هلته دهرنه وه. خو کله چې د هغوی غوښتنې پوره کېدل شروع شول او د وزیرستان يو کس خوشي شو نو له دې ځايه د پارليمان يو غړي ورته فون وکړ چې دهرنه مه ختموئ. بيا تر دې وروسته پر پوځي چيک پوسټ بريد وشو. په نتيجه کې يې د پوځي ځوانانو تر څنګ د وزيرستان ځيني خلک هم شهيدان شول.))

د شمالي وزيرستان په ډوګه مچه مده خېلو کې دهرنه تر هغې وروسته پېل شوه چې تېره هفته پر پوځ تر بريد وروسته ځيني ځايي کسان ونيول شول. احتجاج کوونو له پوځ د دې کسانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه او وې ويل چې د وسله والو د حملو لپاره دې عام خلک نه ځورول کېږي.

XS
SM
MD
LG