د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنسټي انټرنېشنل: د وزیرستان پېښه دې وپلټل شي


د بشري حقونو نړيوالې ادارې، ايمنسټي انټرنېشنل د مې په اوه ويشتمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره په وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د وژنې د پېښې څېړنې وکړي.

دې ادارې زياته کړې چې هيڅوک پر چا د تشدد حق نه لري او ښکېلو کسانو ته دې سزا ورکړل شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د مې پر شپږويشتمه د وزيرستان په خړ کمر کې پوځ د قامي اسمبلۍ غړو او د دې غورځنګ د مشرانو محسن داوړ او علي وزیر سره پر روانو خلکو ډزې وکړې او ۱۳ تنه یې ووژل.

يوه ځانګړې کمېټه بايد جوړه شي چې د داسې پېښو تل ته ورسي او حقیقت ولس ته ښکاره شي.
شاهد خاقان عباسي

خو پوځ وايي چې پر دوی وسله وال بريد وشو نو ځکه يې درې کسان ووژل او پنځه پوځيان زخميان شول. علي وزير او محسن داود خپلو پلويانو سره په يوې احتجاجي دهرنې کې د برخه اخیستو لپاره روان وو.

د مې په ۲۷مه، د اپوزېشن ګوند مسلم ليګ (ن) يو مشر، شاهد خاقان عباسي وويل چې يوه پارليماني کمېټه دې د دې پېښې پلټنې وکړي.

هغه زياته کړه: ((دا د پاکستان بدنصیبي ده چې نن په پارليمان کې د يو مشر وزير پر ځای يو داسې وزير خبرې وکړي چې د دې پېښې سره يې هيڅ تړاو نه وو. د پخوا په شان یې غېرسنجيده او له اشتعاله ډکې خبرې وکړي. نه سپېکر صيب او نه هم حکومت د دې څه پروا لري.))

شاهد خاقان عباسي د پوسټل سرويسز يا ډاک خدماتو وزير مملکت مراد سعيد ياداوه. سعيد په پارلمان کې د تقریر پر مهال د تحريک انصاف حکومت وستايه، د پارليماني کمېټې د جوړولو په اړه يې څه ونه ويل خو زياته یې کړه: ((دوه لارې دي راسره. يوه دا چې زاړه زخمونه راسپړو او بله دا چې پر دغو زخمونو پټۍ کېږدو.))

علي وزير او محسن داوړ د منظور پښتين سره
علي وزير او محسن داوړ د منظور پښتين سره

د مراد سعيد د خبرو په وخت د مسلم لېګ (ن) غړي د احتجاج په توګه په دې دليل سره ووتل چې په وينا یې، مراد سعيد د وزيرستان د پېښې د څېړنو پر ځای يوازې د خپل مشر، عمران خان ستاينې وکړي.

بلخوا د پيپلز ګوند نويد قمر په پارلمان کې پر دې موضوع په تفصيل وغږيد. ((قامي اسمبلي يوازينی داسې ځای دی چې د سختو مسايلو حل راویستلی شي. که د پارليماني کمېټي د جوړولو غوښتنه کېږي نو دا د حقایقو د راسپړلو لپاره کېږي.))

د عوامي نېشنل ګوند يو مشر ايمل ولي خان هم د مې په اوه ویشتمه په يوه خبري غونډه کې د پېښې د څېړنو غوښتنه کړې ده. بلخوا پښتون ژغورنې غورځنګ د وزيرستان په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړی دی.

د وزيرستان د پېښې ټول حقیقتونه دې پارليمان ته په ډاګه کړل شي.
نويد قمر

د دې غورځنګ يوې مشرې، ثنا اعجاز د مې په ۲۷مه مشال راډيو ته وويل: ((موږ د يو ازاد کمېشن د جوړولو غوښتنه کوو چې خلکو ته سم معلومات ورکړي. اوس خو د پاکستان مطبوعات يوازې د پوځ دريځ وړاندې کوي او د پښتنو سره د شوي ظلم خبره نه کوي.))

د منظور پښتين په مشرۍ، د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځينو نورو غوښتنو تر څنګ، د غېب کړل شوو خلکو عدالت ته وړاندې کېدل، له قبايلي سيمو د ماينونو ټولېدل او د هدفي وژنو بنديدل غواړي. د پاکستان پوځ وايي چې په دې کې يې ډېر کارونه کړې دي او په نورو کار روان دی.

XS
SM
MD
LG