د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ او علي وزیر عدالت ته وړاندې شول


پر داوړ او وزیر د جون پر اوومه په شمالي وزیرستان کې د ځمکلاندې بم چاودنې مقدمه هم دایره شوې

بنو - د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي او جنوبي وزیرستان استازي محسن داوړ او علي وزیر د جون پر ۱۹مه په بنو کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شول.

دواړه د مې پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د تاوتریخوالي تر پېښې وروسته نیول شوي ول.

پېښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان پوځ د هغې پېښې او مرګ ژوبلې لپاره یو بل ملامتوي.

پولیس او د غورځنګ غړي وايي، د جون پر اوومه په شمالي وزیرستان کې له خړ کمر سره نېږدې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې د پوځي افسرانو او سرتېرو د مرګ ژوبلې مقدمه هم د دواړو پارلېماني استازو ضد جوړه شوې.

د غورځنګ یوه غړي حنیف پښتین د جون پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، قاضي امر وکړ چې داوړ او وزیر دې د پولیسو په حراست کې وي او په همدې مقدمه کې دې یې د جون پر ۲۵مه بیا عدالت ته حاضر کړي.

دی وايي، قاضي وویل چې د جون پر ۲۷مه دې علي وزیر او د جولای پر درېیمه دې محسن داوړ د خړ کمر پېښې په مقدمه کې عدالت ته حاضر شي.

وزیر او داوړ دواړه پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

په عین وخت کې ټاکل شوې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ وکیلان د جون پر ۲۰مه د داوړ او وزیر ضمانت لپاره عدالت ته غوښتنلیکونه ورکړي.

XS
SM
MD
LG