د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر علي او محسن زندان څنګه تېريږي؟


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان علي وزير او محسن داوړ له خپل مشر منظور پښتين سره
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان علي وزير او محسن داوړ له خپل مشر منظور پښتين سره

د جون په ۱۷مه، د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشرانو او د قامي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزير ځيني دوستانو هغوی سره په پېښور کې زندان ته د ملاقات لپاره ورغلي ول.

پر دوی تور دی چې په شمالي وزيرستان خړ کمر سيمه کې يې خلک پر پوځي چيک پوسټ بريد ته هڅولې وو چې دوی یې ردوي. په دې پېښه کې د پوځ په ډزو کې ۱۳ کسان وژل شوي وو. حکومت د دې خلکو کورنيوو لپاره د معاوضې ورکولو اعلان هم کړی دی.

د دوی د قېد په اړه پر ټولنيزو مطبوعاتو ګڼې اوازې خپرې شوې دي. مشال ريډيو د ځينو هغو کسانو سره خبرې کړې چې د دوی ملاقات لپاره ورغلي وو.

افراسياب خټک (د سياسي چارو پوه)

سياسي قيديانو ته په زندانونو کې ښه سهولتونه ورکول کېږي. علي وزير او محسن داوړ ته نه یوازې کوم سهولت ورکړل شوی بلکې خراب سلوک ورسره شوی دی. دوی د ورځپاڼې د لوستلو او ټيليويژن کتلو اجازت نشته دی.

افراسياب خټک
افراسياب خټک

علي وزير مريض هم دی خو بيا یې هم داسې ساتلی چې روغتيايي حالت یې نور خرابېدلی شي. ما هم د پاکستاني رياست په زندانونو کې ډېر وخت تېر کړی دی او راته مالومه ده چې قېد اسانه نه دی.

په پنجاب او سند کې چې داسې سياستوال ونيول شي هغوی ته د خوراک څښاک او په جېل کې د اوسېدو ښه سهولت برابرېږي خو په خېبرپښتونخوا کې زموږ دغو پښتنو سیاستوالو سره ښه رويه نه کېږي.

دوی فکر کوي چې دا ځوانان یې نيولي دي او پر دوی د ذهني فشار په راوستلو سره به د نورو حوصلې خرابې کړي خو ما چې علي وزير او محسن داوړ وليدل، هغوی ماتيدونکي نه دي.

ثنا اعجاز (د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه مشره)

موږ او د محسن داوړ او علي وزير کورنۍ له سهاره ورغلي وو خو نيزدي درې ساعته انتظار مو وکړ. دا انتظار يې راباندې قصدي وکړ.

محسن کمزوری شوی وو خو حوصله يې پر ځای وه.
ثنا اعجاز

علي وزير يې بنو ته ولېږه او محسن داوړ سره مو ولیدل. د محسن وزن کم شوی وو. ما ترې پوښتنه وکړه چې ولې داسې کمزوری شوی دی؟

هغه وويل چې په زندان کې حرکت نشته نو ځکه. خو ماته داسې ښکاري چې پر هغه یې ذهني فشار اچولی وو. محسن راته وويل چې د خپلې خوښې کتابونه ورته نه ورکول کېږي. ورکول کېدونکي کتابونه د پاکستاني رياست د بيانيې کتابونه دي.

هغه وويل چې د بانو قدسيه راجه ګيد په نامه ناول لږه ګوزاره کوله چې ده هم لوستی وو او بيا يې علي وزير ته ورلېږلی وو. د دې مانا دا ده چې په نوره نړۍ کې په زندان کې داسې نه وي خو دلته په ليک لوست هم پابندي ده.

د علي وزیر په اړه راته محسن داوړ وويل چې هغه د شکرې ناروغي لري نو په خوراک کې ورته ستونزې دي ځکه چې په زندان کې ورته سم خوراک نه ورکول کېږي. ډېرې خبرې نه شوای کېدلی ځکه چې زموږ د ملاقات پر مهال د جاسوسي ادارو کسان ناست وو. د داوړ کورنۍ يو څه تازه ميوه راوړې وه. ناستو چارواکو داسې وپلټل لکه په دې ميوو کې چې بمونه وي.

شهاب الدين خټک (د پښتون ژغورنې غورځنګ وکيل)

د نورو بنديانو لپاره د هفتې په هره ورځ خلک ملاقات له ورتللی شي خو د محسن داوړ او علي وزير سره يوازې د دوشنبې يا ګل په ورځ ملاقات کېدلی شي. محسن داوړ په ښه مورال کې وو. موږ ته یې لا ډاډ راکاوه.

شهاب الدين خټک
شهاب الدين خټک

له يوې مسلې يې ګيله کوله او هغه دا چې دوی ته د خبرونو اورېدو اجازه نه ورکول کېده او د بهر نړۍ له حالاتو بې خبره ساتل کېده. د قلم او کاغذ اجازه هم ورته نشته. دا د تشدد يوه بله طريقه ده.

ما ورسره د مقدمې په مخکې بيولو خبرې وکړي. داوړ ويل چې دی به د عدالتي پرېکړو احترام کوي او په جېله کې له شپو نه ويريږي.

يادښت: مشال راډيو د خېبر پښتونخوا د کورنيوو چارو او جېلخانه جاتو محکمې سره په زندان کې د قامي اسمبلئ د غړو علي وزير او محسن داوړ لپاره د سهولتونو د “نشتوالي” په اړه وپوښتل خو هلته چارواکو په دې اړه له خبرو انکار وکړ او خپل دريځ يې وړاندې نه کړ.

XS
SM
MD
LG