د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په ډزو کې درې کسان وژل شوي، یو شمېر ژوبل


میرامشا – د شمالي وزیرستان ځايي اوسېدونکي او چارواکي وايي، د دته خېلو په خړ کمر کې له امنیتي پوستې سره د خلکو احتجاج پر مهال د ډزو په پېښه کې له درې کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ ژوبل دي.

د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر ۲۶مه په یوه بیان کې تور پورې کړی چې په قامي اسمبلۍ کې د شمالي او جنوبي وزیرستان استازو محسن جاوېد داوړ او علي وزیر په مشرۍ یوې ډلې پر خړ کمر امنیتي پوسته برید کړی دی چې له کبله یې د دواړو لوریو ترمنځ ډزې وشوې چې پکې پېنځه سرتېري هم ژوبل شوي.

په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ د سیمې له یوه لینډلاین ټېلېفونه له مشال راډیو سره رابطه وکړه او ویې ویل چې دی په پېښه کې برسېرن ټپي شوی او روغتیايي حالت یې ښه دی.

ای اېس پي ار تور پورې کړی چې داوړ او علي د "مشکوکو ترهګرو د یوه ملګري خوشې کولو" په موخه پر پوځ فشار اچول غوښتل.

پوځ د هغه کس نوم نه دی ښودلی او نور معلومات یې هم نه دي ورکړي خو وايي چې د ډلې د "پارونې" پر مهال پوځ له "خورا زغمه کار واخیست" خو چې کله هغوی سرتېري ژوبل کړل نو نښته پیل شوه چې پکې درې کسان ووژل شول او ۱۰ ژوبل شول.

د پوځ بیان زیاتوي چې ټول ژوبل کسان پوځي روغتون ته وړل شوي او د علي وزیر په ګډون اته کسان نیول شوي.

محسن داوړ وايي، په ډزو کې برسېرن ژوبل شوی
محسن داوړ وايي، په ډزو کې برسېرن ژوبل شوی

د پوځ د دې بیان په اړه د داوړ او پښتون ژغورنې غورځنګ د نظر په معلومولو و نه توانېدو خو د سیمې اوسېدونکو او عیني شاهدانو برعکس څرګندونې کړې دي.

عیني شاهدانو او د سیمې اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې امنیتي سرتېرو د وزیرستان ګرینډ جرګې د غړو او مشرانو، په قامي اسمبلۍ کې د شمالي او جنوبي وزیرستان استازو محسن داوړ او علي وزیر، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو او ځايي مشرانو یوه قافله پر خړ کمر پوستې ودروله او د ډوګه مچه مده خېلو احتجاجي ناستې ته یې له ورتګه منع کړل.

دوی وايي، پر دې مهال د احتجاجي ناستې له ځایه لسګونه کسان خړ کمر ته ورغلل چې هلته امنیتي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې چې پکې ۲۰ کسان ژوبل شول.

انتظامي او امنیتي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط وویل چې په سیمه کې یې تر تاوتریخوالي وروسته ګرځبندیز لګولی دی.

موږ په بیا بیا هڅه وکړه چې د شمالي وزیرستان له سرکاري ډاکتر (اېجنسي سرجن) او په میرامشا روغتون کې له ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو څخه د مرګ ژوبلې کره شمېر معلوم کړو، خو بریالي نشو.

محسن داوړ په ډزو کې برسېرن ټپي شوی او روغتیايي حالت یې ښه دی.

د سیمې اوسېدونکو ویلي چې امنیتي سرتېرو له علي وزیر سره د وزیرستان ګرینډ جرګې مشر ګل عالم هم له ځانه سره بیولي دي.

احتجاجي ناسته د شمالي وزیرستان د ډوګه مچه مده خېلو اوسېدونکو د مې پر ۲۵مې ماخوستن مهال تر هغې وروسته پیل کړه چې په وینا یې امنیتي سرتېرو د سیمې خلک ځورولي.

د سیمې مشرانو مشال راډیو ته وویل چې څو ورځې مخکې پر امنیتي سرتېرو تر برید وروسته د لټون په عملیاتو کې ولسي وګړي نیول شوي او ورباندې تشدد شوی.

امنیتي چارواکو د مده خېلو اوسېدونکو او مشرانو تورونو په غبرګون څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG