د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې اووه پوځیان وژل شوي


په شمالي وزیرستان کې چارواکي وايي په تحصیل بویه دیګان کې د اتم جون په ماسپښین ناڅرګندو وسله والو د پوځ یو موټر د سړک غاړې ته په ښخ کړي بم په نښه کړی دی.

د دوي په وینا په دې پېښه کې دوه عسکر وژل شوي او دری نور ژوبل شوي دي.

تر دې وړاندې د جون پر اوومه هم په شمالي وزیرستان کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې څلور پوځیان وژل شوي وو.

د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په یوه بیان کې ویلي چې د اووم جون پېښه د ډوګه مچه مدا خېلو کلي له خړ کمر پوستې سره نېږدې شوې وه.

په بیان کې ویل شوي چې په وژل شوو کې لېفټيننټ کرنل راشد کریم بېګ، مېجر معيز مقصود بېګ، کېپټن عارف الله او حوالدار ظهیر شامل وو.

د وژل شوو تر څنګ په هغه پېښه کې د امجد ، عارف ، اسلم او سخاوت په نامه څلور عسکر نور ټپي شوي هم وو.

د دې پېښې زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

د شمالي وزیرستان چارواکي دا هم وايي چې د جون پر اوومه نېټه په تحصیل ګړیوم کی هم یو سرتیری ناڅرګندو وسله والو په ډزو وژلی وو.

XS
SM
MD
LG