د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: پولیسو د پي ټي اېم پرلت ختمولو هڅه کړې


د پېښور پرلت
د پېښور پرلت

په پېښور کې پښتون ژغورنه غورځنګ وايي، د خیبر پښتونخوا پولیسو یې پر پرلتوالو په دې نامه یرغل کړی چې دلته په سیمه کې ۱۴۴ دفعه لګېدلې ده او دوی باید پرلت ختم کړي.

په دغه پرلت کې شامل د پي ټي اېم یوه فعال نایاب خان له مشال سره په خبرو کې وویل چې پولیسو د پرلت له ځایه خېمې او د لاوډ سپیکرانو سیسټم له ځان سره یووړ او د دوی پر ځینو ملګرو یې سخت تشدد کړی دی.

پر ټولونیزو رسنیو هم د پولیسو او ملېشه عسکرو لخوا پر یوه تن د تشدد ویډيو ښکاري خو مشال راډيو یې کروالی په باب پوره مالومات نه لري.

نایاب خان زیاتوي، چې پولیسو د پي ټي اېم یوشمېر مخکښان لکه مولانا طاهر مسود، کاکا شفیع ترین، نصیب الله او ځینې نور ملګري ګرفتار کړي دي او پر دوی یې تشدد هم کړی دی. خو پولیسو لا تر دې دمه د پېښور، حیات اباد په فېز ۳م کې د خپل اقدام په باب څه نه دي ویلي.

نایاب خان د پي ټي اېم مشر منظور پښتین له خولې وايي چې په حیات اباد کې به پر خپل مخکیني ټاکلي ځای پرلت ته دوام ورکوي.

پښتون تحفظ موومنټ تر هغه وروسته په پېښور او د بلوچستان په ځینو ښارونو کې پرلتونه اعلان کړل چې د تېرې مې میاشتې پر ۲۶ مه نېټه د غورځنګ په خبره د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې پاکستانیو عسکرو د دوی پر غړیو مخامخ ډزې وکړې چې پکې ۱۳ تنه په هغه ورځ وژل شوي ول او دوه یې وروسته له ټپونو مړه شوي دي او څه باندې ۴۰ نور یې ژوبل کړي ول.

د هغې پېښې پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخور او د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر او بیا په دا بله ورځ د همدغه غورځنګ او د قامی اسمبلۍ غړی محسن داوړ ونیول شو. خو پاکستانۍ امنیتې ادارې بیا ادعا کوي چې لومړی مظاهره چیانو د دوی پر پوسته ډزې کړې وې او د خپلو پنځو عسکرو د ژوبلېدو او په هغوی کې بیا وروسته د یوه د وژل کېدو خبره کوي.

د خړ کمر پېښې د پاکستانیو سیاسي ګوندونو، امنیسټي انټرنېشنل او بشری حقونو کمیشن کلک غبرګونونه راپارولي ول، د پي ټي اېم په ګډون دوی ټول غوښتنه کوي چې یو پارلمېاني کمیشن دې د شمالي وزیرستان خړ کمر پېښه وپلټي.

بنو: د پښتون ژغورنې غورځنګ ۲۰ غړي ګرفتار

علي وزیر یې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړ

امنسټي انټرنېشنل: د وزیرستان پېښه دې وپلټل شي

شمالي وزيرستان کې څه تېر شول؟

XS
SM
MD
LG