د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو: د پښتون ژغورنې غورځنګ ۲۰ غړي ګرفتار


د پي ټي اېم مخکښان حاجي عبدالصمد خان او  نديم عسکر وړاندې هم په بنو کې نیول شوي ول.
تصویر له ارشیفه
د پي ټي اېم مخکښان حاجي عبدالصمد خان او  نديم عسکر وړاندې هم په بنو کې نیول شوي ول. تصویر له ارشیفه

پولیسو د خیبر پښتونخوا په بنو کې د مې پر اوويشتمه، د پښتون ژغورنې غورځنګ شل نور غړي تر مظاهرې وروسته نيولي دي.

د دې غورځنګ ځينو غړیو او د پوليسو يوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط په سېشنبه مشال راډيو ته وويل چې په دغو کسانو کې صمد خان، نديم عسکر، سردار عارف وزير، بلال پښتين، او ځينې نور مشران شامل دي. دوی زياتوي چې يو خبريال ګوهر وزير یې هم نیولی دی.

په بنو کې دا مظاهره چيان د شمالي وزیرستان د خړ کمر د مې شپږويشتمې پېښې د پلټنو غوښتنې لپاره راوتلي ول چې پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ په وینا د پوځ په ډزو ۱۳ کسان ووژل شول. خو د پاکستان پوځ ويلي چې د قامي اسمبلۍ غړو علي وزیر او محسن داوړ ملګرو د دوی پر يو چيک پوسټ، وسله وال بريد وکړ نو ځکه یې درې حملې کوونکې ووژل او پنځه پوځيان زخميان شول.

په بنو کې د عوامي نېشنل ګوند مشر حاجي عبدالصمد بېګا د احتجاج پر مهال مشال راډيو ته وويل چې ملګري ملتونه دې د وزيرستان د پېښې پلټنې وکړي.

په همدې حال کې له پرون راهيسې په ميرامشا کې د قامي اسمبلۍ د غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ په مشرۍ، احتجاجي دهرنه پیل شوې ده. دوی غوښتنه کوي چې علي وزير دې خوشې کړل شي او د دوی د ملګرو په وژنې کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړل شي.

علي وزیر یې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړ

امنسټي انټرنېشنل: د وزیرستان پېښه دې وپلټل شي

شمالي وزيرستان کې څه تېر شول؟

د پارليمان غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر علي وزیر د مې پر اوويشتمه په بنو کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شو. پوځ پر هغه تور پورې کړی چې د محسن داوړ او نورو ملګرو سره د پوځ پر يو چيک پوسټ د دې لپاره بريد وکړ چې يو مشکوک ترهګر خوشي کړي.

خو محسن داوړ په ميرامشا کې دهرنې ته د وینا پر وخت دا تورونه رد کړل او ويې ويل چې پوځ مخامخ پر ولسي کسانو ډزې کړې دي. د پاکستان ډېری سیاسي ګوندونه او په دغه هېواد کې د بشري حقونو کمیشن غوښتنه کړې چې یو پارلېماني کمیشن دې د شمالي وزیرستان پېښه وپلټي.

وروستي راپورونه وايي چې پاکستانیو امنیتي ځواکونو میرامشا ته تلونکې ځینې لارې تړلې دي او د دې ترڅنګ یې انټرنیټ او ټېلیفون نظام معطله کړی دی.

XS
SM
MD
LG