د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان کې ولسي حکومتداري غواړو: پي ټي اېم


پېښور کې د پي ټي اېم پرلت پر څلورمه ورځ دوام لري.
پېښور کې د پي ټي اېم پرلت پر څلورمه ورځ دوام لري.

پښتون ژغورنه غورځنګ غوښتنه کړې چې د پارلېمان یوه کمېټۍ دې د شمالي وزیرستان د خړ کمر پېښه وپلټي او ذمه وارو کسانو ته دې تر قانون لاندې سزا ورکړل شي، پوځ دې په سیمه کې واک سیویل انتظامیې ته وسپاري او په سمدستي توګه دې ګرځبندیز لیرې کړل شي.

دا غوښتنې د غورځنګ مشر منظور پښتین په پنجشنبه په اسلام اباد کې د قامي یووالي لپاره د سېنېټ یوې کمېټۍ ته وړاندې کړې دي.

د غورځنګ یوې مخکښې ثنا اعجازبېګا له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې دوی د سېنېټ کمېټۍ ټه په وړاندې کړیو مطالبو کې د علي وزیر پرېښودنه، د هغه درملنه، پر علي وزیر او محسن داوړ بوګس اېف ای ارونه ختمول، له هغوی سره او بیا وروسته د پرلت پر مهال نیول شویو ټولو کسانو پرېښودنه او تر ټولو مهمه غوښتنه دا ده چې د سېنېټ په غړیو مشتمله یوه کمېټۍ دې جوړه کړل چې هغوی دې د خړ کمر پېښې ریښتا مالوم کړي.

د قامي یووالي لپاره د سېنېټ د کمېټۍ مشر بېریسټر محمد علي سیف په پنجشنبه په خپل ټویټر پاڼه ولیکل ــ چې د حکومت او پښتون ژغورنې غورځنګ ترمینځ د خبرو اترو پر مخ وړلو لپاره به یوه رابطه کمېټۍ جوړوي.

د سېنېټ کمېټي د وزیرستان پېښې پلټنې غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:29 0:00

د کیمټې یوې غړې سېنېټری ستاره ایاز بیګاه مشال راډیو ته وویل ــ دوي د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې حکومت ته وړاندی کړي دي او د پوره کولو لپاره يې هڅې کوي.ــ نوموړې زیاته کړه: ''هغوی (پي ټي اېم) والا راغلي ول، د هغوی خپلې اندېښنې وې، او په منځ کې دا واقعه وشوه، د دوی او زموږ ترمنځ خو خبرې روانې دي، او بیا د هغوی خپلې یو څو مطالبې وي، له حکومت سره اوس خبرې پرې کوو، لګیا یو. د دوی ریښتونې غوښتنې وې، زموږ کوښښ دا دی چې د پي ټي اېم او حکومت ترمنځ د بې باورۍ فضا ختمه کړو او دا ستونزه په پرامنه او سیاسي طریقه سره حل کړو.''

پي ټي اېم د مې پر ۲۶مه، په خړ کمر کې د پاکستانیو عسکرو په ډزو کې د خپلو ١٣ تنو د وژل کېدو او د ۴۰ نورو د ژوبلېدو خبره کوي خو پوځ ادعا کوي چې پر پوسته یې برید وشو چې پکې پېنځه سرتېري ژوبل شوي ول چې وروسته پکې یوه ساه ورکړه.

د یادونی وړ ده چې د مۍ په ۲۷ مه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د مرګ ژوبلې نه وروستو د پښتون ژغورنې غورځنګ د سیوری لاندی د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بیلو بیلو سیمو کې احتجاجي مظاهری ترسره شوي دي ، چې په کې د پیښې د ازادانه پلټنو غوښتنې شوي دي.

بنو: د پښتون ژغورنې غورځنګ ۲۰ غړي ګرفتار

علي وزیر یې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړ

امنسټي انټرنېشنل: د وزیرستان پېښه دې وپلټل شي

شمالي وزيرستان کې څه تېر شول؟

XS
SM
MD
LG