د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت محسن داوړ پولیسو ته وسپاره


د پاکستان د قامي اسمبلۍ او پښتون ژغورنې غورځنګ غړې محسن داوړ د مې ۲۹مې شپې مهال په میرامشا کې د احتجاجي ناستې تر ځنډولو او پوځ ته تر ګرفتارۍ وروسته په بنو کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شوی.

په عین وخت کې د سېنېټ یوې ځانګړې کمېټۍ غړي د مې پر ۳۰مه، په اسلام اباد کې د غورځنګ له مشر منظور پښتین سره غونډه کوي.

له سیمې څخه د مشال راډیو خبریال وايي، د اتمانزیو وزیرو څلور مشرانو پرلتوالو ته د ننواتې څلور پسونه وروستي ول او ورڅخه یې غوښتنه وکړه چې تر اختره خپله ناسته وځنډوي.

د ننواتي پلاوی او پسه
د ننواتي پلاوی او پسه

پر ټولنیزو رسنیو پرلتوالو ته د محسن داوړ د وینا ویډیو خپره شوې چې پکې نوموړي د هغوی له موافقې سره سم، د ناستې ځنډولو اعلان وکړ.

داوړ په خپلو خبرو کې وویل چې په شمالي وزیرستان کې ګرځبندیز دوام لري او د میرامشا پرلت هم محاصره وو چې له کبله یې خلک نه شول ورتللای.

ده زیاته کړه چې د مې پر ۲۶مه د خړ کمر په ډزو کې د وژلیو او ژوبلو کورنیو تکلیفونو ته په کتو تر اختره پرلت ځنډوي چې په دې وخت کې خلک د وژلیو دوعاګانو ته هم ورشي.

د اتمانزیو وزیرو یوه مشر ملک نصر الله چې په ننواتې کې شامل وو، مشال راډیو ته وویل چې دوی د خیبر پښتونخوا ګورنر، وزیراعلا او کور کمانډر په استازیتوب پرلت ته ورغلي ول.

د پي ټي اېم مظاهرې، لسګونه ګرفتار

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی سید انور داوړ وايي، د مې پر ۳۰مه د وزیرو مشرانو په ضمانت محسن داوړ په میرامشا کې پوځ ته ګرفتاري ورکړه او دی په بنو کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شو.

د بنو کمېشنر د دفتر یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي، عدالت داوړ د پلټنو په موخه د پولیسو ترهګرۍ ضد څانګې ته وسپاره.

محسن داوړ عدالت ته تر وړاندې کېدو مخکې وویل، ځکه یې ګرفتاري ورکړې چې پر ځان لګېدلي تورونه سپین کړي.

د خړ کمر پر پېښه د اسلام اباد او لاهور خبريالانو نظر

په عین حال کې د عوامي نیشنل ګوند یوې سېنېټرې ستارې ایاز او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې مشرې ثنا اعجاز ویلي دي چې د مې پر ۳۰مه سېنېټ یوې کمېټۍ په اسلام اباد کې منظور پښتین ورغوښتی.

سېنېټره ستاره ایاز وايي، د کمېټۍ غړي غواړي چې د امنیتي سرتېرو او پښتون ژغورنې غورځنګ ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي.

د غورځنګ یوه مشره ثنا اعجاز وايي، د سېنېټ غونډې ته یوازې منظور پښتین ورغلی ځکه چې نور مخکښان په بېلا بېلو ځایونو کې یا په مظاهرو او ناستو اخته دي یا نیول شوي.

د نوموړې په خبره، د مې ۲۹مې پر ماخوستن یې په پېښور کې احتجاجي پرلت پیل کړی.

دا احتجاجونه تر هغې وروسته پیل شول چې د مې پر ۲۶مه د خړ کمر له امنیتي پوستې سره ډزو په پېښه کې اته کسان وژل شوي او له ۲۰ زیات ژوبل شول.

د پاکستان پوځ پر هغه ورځ په یوه بیان کې تور پورې کړ چې د محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ یوې ډلې پر پوستې برید وکړ او پېنځه سرتېري یې ژوبل کړل چې د پوځیانو په ځوابي ډزو کې درې کسان ووژل او ۱۰ ژوبل شول.

د اتمانزیو وزیرو څلورو مشرانو پرلتوالو ته د ننواتې څلور پسونه وروستي ول. ۲۰۱۹ د مې ۳۰مه
د اتمانزیو وزیرو څلورو مشرانو پرلتوالو ته د ننواتې څلور پسونه وروستي ول. ۲۰۱۹ د مې ۳۰مه

خو عیني شاهدانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پوځ تورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې پر خړ کمر پوستې پوځي سرتېرو د ډوګه مچه مده خېلو ناستې ته ورتلونکې قافله ودروله او وروسته یې ورباندې ډزې وکړې.

پښتین زیاتوي، د غورځنګ له غړو، مشرانو، پلویانو او د وزیرستان مظاهره کوونکو او اوسېدونکو هېچا سره وسلې نه وې.

پوځ د ډزو د پېښې پر ورځ د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر او اته نور کسان نیولي ول.

وزیر د مې پر ۲۷مه په بنو کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شو او قاضي د پلټنو په موخه د اتو ورځو لپاره د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې ته وسپاره.

ټاکل شوې چې نوموړی د جون پر څلورمه بیا عدالت ته وړاندې شي.

ثنا اعجاز وايي، د پېښور پرلت به د علي وزیر په ګډون د ټولو نیولو کسانو تر خوشې کېدو، په شمالي وزیرستان کې ګرځبندیز ختمولو او د سیمې د چارو واک ملکي انتظاميې ته تر سپارلو پورې روان وي.

نوموړې زیاته کړه چې د پېښور د پرلت یوه غوښتنه دا هم ده چې د سېنېټ یوه ځانګړې کمېټي دي د خړ کمر د پېښې پلټنې وکړي او ګرم کسان دې عدالت ته وسپاري.

د ډزو تر هغې پېښې وروسته د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې پراخې مظاهرې وشوې چې پر مهال یې پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه پلویان ونیول، ځینې یې عدالتونو ته تر وړاندې کولو پس زندانونو ته واستول او ځینې یې خوشې کړل.

علي وزیر یې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړ

امنسټي انټرنېشنل: د وزیرستان پېښه دې وپلټل شي

شمالي وزيرستان کې څه تېر شول؟

XS
SM
MD
LG