د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خړ کمر پر پېښه د اسلام اباد او لاهور خبريالانو نظر


علي وزیر او محسن داوړ
علي وزیر او محسن داوړ

په شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو له خوا د پښتون ژغورني غورځنګ پر پلويانو ډزو کې د دريو کسانو وژل کيدو وروسته په هغه سيمه کې تاوتريخوالي لا هم دوام لري.

د هېواد په نورو برخو کې پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي پرلت ته دوام ورکړي. په دي حالاتو کې د پاکستان رسني هم د يو او بل اړخ ترمنځ تقسيم دي.

په اسلام اباد کې خبريال او شنونکې امتياز عالم مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د قبايلي سيمو انضمام نه واخلي تر انتخاباتو پوري ډير زيات کارونه روان ول، خو د وزيرستان خړ کمر پيښي وروسته دا هر څه د غيريقني حالاتو سره مخامخ شوي دي.

''دلته دا پوښتنه راپورته کېږي چې ايا موږ قبايل په خيبر ښتونخوا کې جذب کول غواړو او که نه په دې کې ورکوو. يقينا دا پارونکي حالات وي خو رياست باید دا هر څه وزغمي. په وزيرستان کې خلکو سوله ییز احتجاج کاوه. پښتون تحفظ موومنټ خپلې غوښتني تر ايني چوکاټ لاندې وړاندې کړې وي او د پوځ مشر باجوه او وزيراعظم عمران خان هم له دې خبري سره اتفاق کړی وو چې د دوی غوښتنې جایز دی. پوځ نه ولې هغه کارونه اخیستل کېږي چې د هغوي نه دي. دا کار د صوبايي انتظامي دي.''

د پي ټي اېم مظاهرې، لسګونه ګرفتار

په لاهور کې خبريال او د سياسي چارو شنونکې اياز امير مشال راډيو ته وويل، چې پوځ او پښتون ژغورنه غورځنګ دواړه دې له سختي لهجې کارولو څخه ډډه وکړي. د اياز امير په خبره د پوځ وياند په دا وروستيو کې يو خبري کنفرانس کړی وو چې پکې تر ضرورت زياته سخته لهجه يې استعمال کړې وه.

''دا ويل چې فلانکې غدار دي، له دې ډډه پکار ده. زما په اند د پوځ او پښتون ژغورنې غورځنګ ترمنځ د خبرو امکان نه ښکاري. په پارلېمان کې پر دې موضوع اوازونه راپورته شوي دي خو زما په خيال پارليمان په دي پوزیشن کې نه دی چې پر دواړو خوا اعتبار وکړي. د قبايلي سيمو نمايندګان هم موجود دي او دا کشيدګي کمولی شي. خو ځمکني حقايق جلا دي. هغو سيمو ته رسايي نشته، هلته ازاد خبريالان نشي تللی نو کره معلومات مخي ته نه راځي.''

په لاهور کې خبريال او د پاکستان ورځپاڼې مالک مجيب الرحمان شامي مشال راډيو سره په خبرو کې د وزيرستان خړ کمر پر پېښه تشويش څرګند کړ او ويې ويل چې بايد د دې پېښې په سمه توګه پلټنې پکار دي.

''د قبايلي علاقو يو خاص پس منظر دي. هلته خلک له ډېرو مشکلو حالاتو تېر شوي دي. هلته ډېرو خلکو قربانۍ ورکړې دي، بې کوره شوي دي. هلته د معمول حالات نه دي نو ځکه جذبات راپارېدلی شي. مناسب خبره به دا وي چې زموږ صوبايي حکومت په رابطه کې وي. په قامي اسمبلۍ کې د پښتون تحفظ موومنټ دوه غړي موجود دي او هغوی ته دا موقع ترلاسه ده چې خپل اواز هلته پورته کړي.''

مجيب الرحمان شامي زياته کړه چې په مجموعي توګه په ټول پاکستان کې خلک پر دې متفق دي چې له غورځنګ سره د خبرو اترو لاره خپله کړل شي.

په اسلام اباد کې خبريال اعزاز سيد وايي چې پارليمان په دي کې مهم رول لوبولی شي.

''د دې تناو يوازنی حل پارليمان او جمهوريت دی. د پارليمان يوه کميټي جوړه شوې ده او د هغې کميټۍ مشر بېریسټر سيف ملاقاتونه هم کړي دي. ګورئ دا وخت په پاکستان کې کوم حالاتو جوړ دي او په دې کې زه څه خبره وکړمه نو هغه به ما ته نقصان رسوي. نو زه خپل موقف نه ويل غواړم.''

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو او پلویانو تر هغه وروسته د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ښارونو کې مظاهرې، ناستې او لاریونونه پیل کړل چې د مې پر ۲۶مه په شمالي وزیرستان کې د خړ کمر له امنیتي پوستې سره د پوځ په ډزو کې اته کسان وژل شول او له ۲۰ زیات ژوبل شول خو امنیتي ادارې وايي چې مظاهره چیانو پر دوی برید وکړ.

علي وزیر یې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړ

امنسټي انټرنېشنل: د وزیرستان پېښه دې وپلټل شي

شمالي وزيرستان کې څه تېر شول؟

XS
SM
MD
LG