د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان پېښه: پښتونخوا میپ او پي ټي اېم لاریونونه کړي


سوات کې د پي ټي اېم لاریون. ۲۰۱۹ ز کال ۲۷م مې

د شمالي وزیرستان خړ کمر پېښې پرضد د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي په اعلان، په کوټه، پښین، زیارت، ژوب، پېښور، سوات، لورلايي او ګڼو نورو برخو کې احتجاجي مظاهرې وشوې.

د کوټې ښار پر ریګل چوک احتجاجي لاریون ته د پښتونخوا میپ یوه مرکزي غوړي او سېنېټر عثمان کاکړ وویل، چې نن هغه حقیقت هرچا ته څرګند شو چې دوی ولې فاټا په خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو مخالفت کولو.

د کاکړ وینا وه، ''دوی (د فاټا انضمام پلویان) به ویل چې په فاټا کې اېف سي ار دی، که دې ته های کورټ او سپریم کورټ وراشي نو رڼا به راسي، عدل به راسي. نن موږ و هغو خلکو ته وایو تاسو چې انضمام غوښت نه اوس های کورټ او سپریم کورټ چېرته دی؟ نن سپریم کورټ چېرته دی چې د شمالي وزیرستان پر دې کرفیو او شهیدانو سو موټو(خپل ګام) نه اخلي.''

له ارشیفه: نواب ایاز خان جوګېزی له منظور پښتین سره د پي ټي ایم جلسې پرمهال
له ارشیفه: نواب ایاز خان جوګېزی له منظور پښتین سره د پي ټي ایم جلسې پرمهال

د پښتون قامي جرګې مشر نواب ایاز خان جوګېزي وویل پکار دی چې اوس د جرګې له لارې د پښتون قام د غیرت او سرلوړۍ لپاره پرېکړې وکړي.

هغه وویل: ''پښتون او زموږ د قام ګوندونه یې داسې پر شل شل لارو وېشلي یو، دا سره راټولول یو سوچ او فکر غواړي. حالات بالکل و دې ته جوړ دي. کېدای شي پښتانه پر بله چوتره نه شي رایوځای نو یوازې زموږ د نیکونو میراث جرګه هغه چوتره ده چې پښتانه پر غونډېدلای شي. د جرګې له لارې موږ خپل مذهبي ګوندونه او وطندوست ګونده دا ټول سره راسي او سره کښېني.''

د پي ټي اېم غوښتنې سمې دي خو ژبه یې سخته ده: عمران خان

منظور پښتین: ارمان هېڅکله د هېرولو نه دی

چمن: پښتني سیمو کې د بدامنۍ پروړاندې د پي ټي اېم لاریون

په پښین کې هم د پښتون تحفظ مومنټ تر سیوري لاندې یوه درنه غونډه شوې ده چې د پښتونخوا میپ او اې اېن پي غړیو په لوی شمېر کې ګډون کړی دی. دې لویې ولسي غونډې ته د پي ټي ایم وژل شوي یوه مخکښ پروفېسر ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ په خپله وینا کې د پښتنو پر مشرانو ږغ وکړ چې د خپل قام د تحفظ او سرلوړۍ لپاره باید یو داسې تګلاره وټاکي چې ټول پښتون ولس ورباندې رایوموټی شي.

وړانګه لوڼۍ په بنو کې د پي ټي اېم غونډې ته وینا کوي. ۲۰۱۸ کال ۲۸م اکتوبر
وړانګه لوڼۍ په بنو کې د پي ټي اېم غونډې ته وینا کوي. ۲۰۱۸ کال ۲۸م اکتوبر

وړانګه لوڼۍ زیاتوي: ''له دې خپلو قامي مشرانو، له دې ځوانانو، په پښتنه خاوره کې له میشتو ټولو پښتنو خواست کوم، منت کوم، سوال ورته کوم چې پکار دی موږ نور ټول رایوسو. نور زیاتې موږ د شهیدانو ورکولو جوګه نه یو. پکار دی چې زموږ په وطن کې نور د کوڅو او واټونو نومونه په غازیانو ونوموو.''

پرون د خړکمر په سیمه کې د پاکستان د پوځي سرتیرو په ډزو اته کسان وژل شوي. پوځ وایي وژل شویو کسانو پر دوی حمله کړې وه خو پښتون ژغورنه غورځنګ وایي، د سیمې خلکو احتجاج کاوه چې پاکستانیو عسکرو ورباندې ډزې وکړې.

تبصرې وګورئ (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د وزیر اعلی محمود خان په کلي کې احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:00 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG