د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرګې ته کېنو خو مرکچیان یې باید اختیارمن وي: داوړ


د پي ټي اېم مشر منظور پښتین، محسن داوړ او علي وزیر په میرلي کې د یوې ولسي غونډې پرمهال. ۲ مارچ ۲۰۱۸
د پي ټي اېم مشر منظور پښتین، محسن داوړ او علي وزیر په میرلي کې د یوې ولسي غونډې پرمهال. ۲ مارچ ۲۰۱۸

د خیبر پښتونخوا حکومت له پښتون تحفظ مومنټ سره د خبرو اترو لپاره د وزیر اعلا په مشرۍ یوه جرګه جوړه کړې دهچې پکې له قبایلي ضلعو د پارلېمان غړي هم شامل دي. تمه ده چې دوی به د روانې مارچ میاشتې په ۲۶ مه نیټه د پي ټي ایم له مشرانو سره خبرو ته کښېني.

په پنجشنبه له مشال ریډیو سره په خبرو کې د جرګې یوه غړي او په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازي منیر خان اورکزي وویل، څه موده وړاندې يې په قبایلي سیمو کې د امن او پرمختیا لپاره د پیښور له کور کمانډر او وزیر اعلا سره په ملاقاتونو کې د پي ټي اېم د غوښتنو هوارولو وړاندیز کړی وو.

نوموړي وویل، چې کورکمانډر د پارلېمان غړیو ته له پي ټي ایم سره د خبرو اترو لپاره د جرګې جوړولو ویلي ول او د دې جرګې د راجوړولو لپاره یوه میاشت هلې ځلې شوې دي.

منیر اورکزي دا هم وویل چې د مذاکراتو لپاره يې په رسمي توګه د پي ټي ایم مشرانو لکه مشر منظور پښتین، محسن داوړ او علي وزیر ته بلنه ورکړې ده، چې د روانې میاشتې په ۲۶ مه نیټه به ترسره کېږي خو که د پښتون تحفظ مومنټ مشران دا نېټه یا د مذاکراتو ځای بدلول غواړي نو دوی يې منلو ته اماده دي.

د پښتون تحفظ مومنټ یو مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، د خپل ولس د ستونځو هوارولو لپاره هر وخت مذاکراتو ته تیار دي خو مهمه خبره دا ده چې جرګه د فیصلې کولو څومره اختیار لري؟ ده وویل چې د دوی ډېری غوښتنې د پاکستان له امنیتي ادارو دي او پکار ده چې د هغوی استازي هم پکې شامل وي.

د داوړ په وینا حکومت باید دا خبرې یوازې له قبایلي سیمو سره و نه تړي، ځکه چې په پاکستان کې چېرته هم پښتانه دي، د هغوی ستونځې او غوښتنې دي، نو باید چې د دې جرګې جوړښت او طریقه کار نور پراخ کړل شي. ځکه چې په کراچۍ کې د پښتنو مسله د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا نه شي حل کولای. د کوتې او کلا سیف الله مسله د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا نه شي حل کولای.

تر دې وړاندې هم د پي تي ایم د مشرانو او یوی حکومتي جرګې ترمینځ خبرې شوې وې خو نتیجه یې ورنکړه.

د حکومت له خوا اوسنۍ ګومارلې جرګه څومره واک لري؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د قامي اسمبلۍ غړي منیر اورکزي وویل چې دوی د ټولو جایزو غوښتنو د هوارولو په اړه د پرېکړی اختیار لري او په مذاکراتو شوی فیصلې به په حکومت مني .

پښتون تحفظ مومنټ د پاکستان په پښتون میشتو سیمو کې د پوځي عملیاتو له کبله خلکو ته د اوښتیو تاوانونو د پوره کولو سره سره، قبایلي ضلعې له ماینونو پاکولو، د ورک کړل شویو کسانو عدالتونو ته وړاندېکولو، او د ټولو ستونځو د بشپړ هواري لپاره د ریښتیا موندلو او روغي جوړی د کمیشن جوړولو غوښتنې کوي. د حکومت له خوا د غورځنګ د ځینو غړیو پرضد مقدمې جوړې شوې او یوشمېر نور نیول شوي دي.

بلخوا د پېښور کورکمانډر مظهر شاهین په پنجشنبه په ټانک کې د مسود قبایلو جرګې ته په وینا کې ویلي په جنوبي وزیرستان کې به د مځکنیو ماینونو پاکولو په لړ کې ګړندي ګامونه پورته کړل شي. خو له مشال راډيو سره په خبرو کې د جرګې یوه برخوال غوښتنه وکړه، پکار ده چې حکومت خپلې کړې ژمنې او وعدې عملي کړي.

د دې ترڅنګ پوځ اورکزو ته د داخلېدو لپاره د وطن کارډ شرط ختمولو اعلان هم کړی دی. په سیمه کې د مشال ریډیو خبریال د پوځي چارواکو له خولې دا خبر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG