د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ: د بهرنیو چارو له کمېټۍ پر اېستل کېدو احتجاج کوم


محسن داوړ
محسن داوړ

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د ولس استازی محسن داوړ وايي ، د فرورۍ پر ۲۷مه به له حکومت څخه تپوس کوي چې ولې یې د ده نوم د بهرنیو چارو له قایمه کمېټۍ اېستلی دی.

محسن داوړ بېګا مشال راډیو ته وویل ، دا د قومي اسمبلۍ د هر غړي حق دی چې په دوو کمېټیو کې به شامل وي.

ده وویل ، نه حکومت او نه اپوزېشن دی په کومه کمېټۍ کې شامل کړی وو خو بیا سپیکر ته تر درخواست ورکولو وروسته د بهرنیو چارو په قایمه کمېټۍ کې شامل کړل شوی.

محسن داوړ وویل ، له سپیکر اسد قیصر څخه یې تپوس کړی وو خو هغه داسې ځواب ورکړی چې دی ترې مطمین نه وو.

نوموړي وویل ، “ د اپوزېشن له مشرانو سره ږغېدلی یم او د هغوي په ملتیا به پر دې احتجاج کوم ځکه چې زه د اپوزېشن په برخه کې د دې کمېټۍ غړی وم نو دوي څنګه زه له دې اېستلی یم.”

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې ټولې ۳۴ کمېټۍ دي او د بهرنیو چارو په کمېټۍ کې ټول ۱۶ غړي دي چې اته د حکومت او اته د اپوزېشن ګوندونو استازي دي.

د دې کمېټۍ مشري د واکمن تحریک انصاف غړی ملک محمد احسان تیوانه کوي. نوموړي مشال راډیو ته وویل “ د دې واک د قومي اسمبلۍ له سپیکر سره دی او زه په دې نه یم خبر چې دا ګام ولې اخیستل شوی دی.”

د ده په وینا د محسن داوړ پر ځای اوس له چارسدې سره اړه لرونکی د قومي اسمبلۍ غړی فضل محمد خان په دې کمېټۍ کې شامل کړل شوی دی. هغه د تحریک انصاف غړی دی.

ملک محمد احسان تیوانه زیاته کړه چې “ نه د کمېټۍ غړو او نه هم د کمېټۍ د مشر په توګه ما څه اعتراض درلود. دا سپیکر خپل اختیارات استعمال کړي دي او دا کار یې کړی دی.”

ده وویل ډېره به خوشاله وای که محسن داوړ ورسره وای هغه ځکه چې د ده په وینا ، هغه ډېر فعال دی او خپل فکر لري او د هغه اظهار کوي.

د پارلماني چارو پوه سنېټر تاج حېدر وايي ، د محسن داوړ اېستل کېده له جمهوري پلوه سم کار نه دی شوی.

ده وویل ، په کار ده چې د پارلماني چارو پرمخ وړلو لپاره داسې ګامونه لاره خپله کړل شي چې ټول پارلماني استازي پکې شامل وي.

ده وویل ، “ چې ټول پکې شامل کړل شي نو چارې پرمخ ځي خو داسې د غړو اېستل کمېټۍ کمزورې کوي.”

د تاج حېدر په وینا ،دا ډېره مهمه کمېټۍ ده ځکه چې د هر څه جاج اخلي ، حکومت او ډپلوماټو ته وړاندیزونه ورکوي.

محسن داوړ په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د ولس د استازیتوب ترڅنګ په پښتون ژغورنې غورځنګ کې هم ډېر فعال دی.

نوموړي نه یوازې د روان کال په پیل کې دوبۍ ته له تګ څخه ګرځول شوی وو بلکې بلوچستان ته پر ننوتلو یې هم بندیز لګول شوی دی.

دا بندیز هغه مهال پرې لګول شوی وو چې دی د پښتون ژغورنې غوځنګ له مشر منظور پښتین ، علي وزیر او نورو مشرانو سره د قافلې په شکل کې د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې کلا سیف الله ته د دې لپاره روان وو چې د ارمان لوڼي په جنازه کې ګډون وکړي.

ارمان لوڼی د فرورۍ پر دویمه په لورالايي کې وژل شوی وو. پښتون ژغورنې غورځنګ وايي هغه پولیسو وژلی وو خو پولیس یې نه مني.

محسن داوړ وايي ، دا ټولې کیسې ورسره د پاکستان د استخباراتي ادارو په امر کېږي خو کومې ادارې په څرګنده داسې کړنې نه منلې دي او نه یې هم رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG