د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېټ کمېټۍ د ارمان لوڼي اېف ای ار ځنډول ناقانونه وباله: عثمان کاکړ


ارمان لوڼی
ارمان لوڼی

د پاکستان په سېنېټ کې د بشري حقونو کمېټۍ د بلوچستان پر پولیسو غږ کړی دی چې د ارمان لوڼي د قتل په اړه دې زر تر زره مقدمه درج کړي.

دا پرېکړه د مارچ پر ۵مه د دې کمېټۍ په هغه غونډه کې وشوه چې مشري یې د کمېټۍ مشر او د پاکستان پیپلز ګوند مخکښ سېنېټر مصطفا نواز کوکر کوله.

د دې کمېټۍ غړي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ، د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښان او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر او محسن داوړ او د دې ترڅنګ د ارمان لوڼي خور وړانګه لوڼۍ هم په غونډه کې شریک ول.

د غونډې یو عکس
د غونډې یو عکس

سېنېټر عثمان کاکړ د کمېټۍ د پرېکړې په اړه مشال راډیو ته وویل چې کمېټۍ ټوله پرې دې متفقه وه چې دا ډېر لوی غفلت او غیر قانوني کار شوی دی چې د ارمان لوڼي د قتل ایف ای ار لا تر اوسه نه دی درج شوی.

عثمان خان کاکړ زیاته کړه چې د یادې کمېټۍ په دې غونډه کې دا پرېکړه وشوه چې پولیس دې د ارمان لوڼي د قتل په اړه زر تر زره اېف ای ار درج کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالې وړانګې لوڼۍ مشال راډیو ته وویل دوی هیله مند دي چې د سېنېټ د کمېټۍ پر دې پرېکړه به عمل وشي.

دې زیاته کړه، “د بشري حقونو د کمېټۍ مشرانو ډېر مثبت رول ولوباوه. پر هغه وخت یې هدایات جاري کړل چې اېف ای ار دې زر تر زره درج کړل شي او که داسې و نه شو نو بیا به یاده کمېټۍ وړې کمېټۍ جوړوي او د پلټنو لپاره به یې لورالايي ته لېږي.”

ارمان لوڼی له منظور پښتین سره
ارمان لوڼی له منظور پښتین سره

​په دې غونډه کې د پاکستان د بشري حقونو د وفاقي وزیرې شېرین مزاري تر څنګ د بلوچستان د پولیسو مشر هم شریک وو.

د قانوني چارو پوه او د ارمان لوڼي د مقدمې وکیل اډ‌وکېټ صادق خان علېزي مشال راډیو ته وویل چې سېنېټ د وفاق علامت دی او پولیس اداره یې ماتحت ده.

ده وویل، د بلوچستان د پولیسو مشر اوس دې ته تړلی دی چې د ارمان لوڼي د قتل مقدمه به درجوي.

ده وویل، “ چې څنګه دا امر وشو نو اوس دی د قانون له مخې پر دې مجبور دی چې دا ایف ای ار به درجوي. هغه ځکه چې دی د وفاق استازی دی او قانون له ده دا غوښتنه کوي چې د وفاق هره پرېکړه به هم هغسې عملي کوي لکه څنګه چې امر شوې وي.”

ارمان لوڼی او د هغه خور وړانګه لوڼۍ
ارمان لوڼی او د هغه خور وړانګه لوڼۍ

د سېنټ د بشري حقونو کمېټۍ دا پرېکړه په داسې وخت کې کړې ده چې د اډوکېټ صادق خان عليزي په ملتیا د وکیلانو یوه ډله د ارمان لوڼي د ایف ای ار نه درجېدو پرضد د فرورۍ پر ۱۵مه عدالت ته تللي وو.

نوموړي د مارچ پر ۵مه د هغه درخواست په اړه په عدالت کې د شوې اورېدنې په اړه مشال راډیو ته وویل چې د سرکاري وکیل د غیرحاضرۍ له کبله اورېدنه د مارچ تر ۱۴مې وځنډول شوه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ ارمان لوڼي د روان کال د فرورۍ پر دویمه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه بوري یا لورالايي کې وژل شوی.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي ، د پولیسو یو ځايي مشر عطاالرحمان ترین پر ارمان لوڼي برید وکړ او هغه یې په وهلو وواژه خو پولیسو دا یوازې تور بولي او ردوي یې.

XS
SM
MD
LG