د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرو جرګې غوښتنه کړې چې د خیسور پېښه کې ککړ پوځیان دې سزا شي


د شمالي وزیرستان په خیسور کې پاکستانيو پوځي عسکر له خوا د عملیاتو پر مهال د کورونو د مبینه بې پردګیو په اړه رابلل شوې د احمدزۍ او اتمانزۍ وزیرو جرګه پاي ته رسېدلې ده.

دا جرګه له تیرو څلورو ورځو روانه وه چې پکې له ډیره اسماعیل خان څخه هم قبایلي مشرانو ګډون کړی وو.

جرګې غوښتنه کړی ده چې په خیسور کې د پوځي عملیاتو پر وخت د کورونو د بې پردګۍ د تورونو پلټنې دې وشي او ذمه وارو کسانو ته دې سزا ورکړل شي.

په دغه اړه د جرګې یو مشر ملک نصرالله خان نن مشال ریډیو ته وویل چې پوځ به په دې پېښه کې ککړ کسان سزا کوي.

نوموړي وویل چې پوځ به په سیمه کې د تلاشۍ لپاره په خپل سر کورونو ته نه ننوځي بلکې د کلي د زمه وارو کسانو په موجودګي کې به د مشکوک کور تلاشي کوي.

د حکومت او پوځ له خوا د جرګې د پرېکړې په اړه لا هم رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

دا له هغه وروسته ده چې پر سوشل میډیا د یو ماشوم حیات خان د ویډیو تر خپریدو وروسته احتجاجي مظاهرې راپاریدلې وې.

جرګه به د فرورۍ پر څلورمه نیټه بیا په ډیره اسماعیل خان کې راغونډیږي چې پکې به د راتلونکي وخت لپاره پر حکمت عملۍ خبرې کیږي.

دا جرګه له هغه وروسته را وبلل شوه چې پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ پر شلمه په شمالي وزیرستان کې د دې پېښې پرضد لویه احتجاجي غونډه وکړه.

XS
SM
MD
LG