د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبايلي سيمې ولې د پاکستان قانوني چوکاټ ته نه داخلېږي؟


پراګ - په دا وروستيو کې د پاکستان د قبايلي سيمو يو شمېر اوسېدونکو شکايتونه کړی چې ځايي انتظاميه اوس هم له دوی سره د اېف سي ار قانون له مخې چلند کوي. د دوی په وينا يو خوا اوس هم د اجتماعي او ځمکنۍ ذمه واري تر دفعو لاندې نيول کېږي او بلخوا دوی تر دې دمه د خېبر پښتونخوا د نورو سيمو په څېر ځايي عدالتونه نه لري چې هلته اپيل وکړي.

د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار د اکتوبر پر نهمه په قبايلي سيمو کې د عدالتونو او پوليس پر نشتوالي ځاني ګروېږنه کړې ده. نوموړي په دې لړ کې د خېبر پښتونخوا چارواکیو ته د اکتوبر پر ۱۵مه په سپريم کورټ کې د حاضرېدو او د فاټا اصلاحاتو د عملي کولو راپور وړاندې کولو امر کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د روان ۲۰۱۸م کال د مې پر ۳۰مه نېټه د پاکستان په ايين کې تر ۲۵م ترميم وروسته فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه ورګډه کړل شوه او له دې سيمو د فرنټيېر کرايمز رېګولېشن (اېف سي ار) په نامه څه باندې يوه پېړۍ زوړ قانون هم ختم کړل شو.

هغه وخت د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن د قبايلي سيمو لپاره د اېف سي ار پرځای د فاټا انټېرم ګورننس رېګولېشن په نامه د حکومتدارۍ يو عبوري قانون نافذ کړ. خو د قبايلي سيمو يوشمېر وګړي اوس هم شکايت کوي چې هلته له دوی سره د اېف سي ار قانون له مخې چلند کېږي.

د قبايلي سيمو يو وکيل تاج محل اپرېدی وايي چې اوس هم په دې سيمه کې اېف سي ار په بېله بڼه موجود دی.

((انټېرم رېګولېشن د اېف سي ار فوټو کاپي ده. يوازې شمېرې بدلې شوې نور هم هغه اېف سي ار دی. په دې کې صرف دومره بدلون شوی دی چېکله پوليټيکل اېجنټ يا اسسټنټ پوليټيکل اېجنټ يوه فيصله وکړي، د هغې فيصلې خلاف به اپیل کمشنر ته کېږي او له کمشنر وروسته به دغه اپيل های کورټ ته ځي. په منځ کې چې کوم فاټا ټرايبونل و، هغه ختم کړل شو.))

بلخوا د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړی او حکومتي وياند شوکت يوسفزی وايي چې له قبايلي سيمو اېف سي ار ليرې کړل شوی او هلته د پوليټيکل اېجنټ پرځای ډپټي کمشنر ټاکل شوی دی. نوموړی وايي، دوی هڅه کوي چې ډېر ژر فاټا اصلاحات په بشپړه توګه عملي کړي.

((موږ هڅه کوو هغه قوانين چې په بندوبستي سيمو کې نافذ دي، هغه ټول په فاټا کې عملي کړو. په دې پروسه کې زاړه حکومت ډېرې زياتې نيمګړتياوې پرې ايښي دي. ټاسک فورس [کاري ډله] جوړ شوی دی. موږ اوس لګيا يو چې هلته پوليس وګومارو او بلدياتي انتخابات وکړو.))

د پاکستان نوي وزيراعظم عمران خان د سیپټېمبر پر شپږمه نېټه د پاټا او فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو چارې ګړندۍ کولو لپاره یوه کاري ډله هم وګومارله چې کار یې فاټا په خېبر پښتونخوا کې ورګډول، د صوبايي اسمبلۍ او بلدياتي ادارو انتخابات کول، د ۱۰۰ اربه روپیو مالي پانګه برابرول او دا هر څه په پنځوکلونو کې سر ته رسول دي. په دې کمېټۍ کې د خېبرپښتونخوا پر ګورنر شاه فرمان او وزير اعلا محمود خان سربېره د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري او سېنېټر هدایت الله ترڅنګ یوشمېر نور لوړ پوړي چارواکي شامل دي.

XS
SM
MD
LG