د ((قبايلي سيمې د بدلون پر لور)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست
د مشال راډیو په اوونيزې خپرونې ((قبايلي سيمې د بدلون پر لور)) کې په خېبر پښتونخوا کې د فاټا د ورګډېدو وروسته بدلونونو ته کتنه شوې ده. د دې لړۍ په لومړۍ برخه کې په ضم شوو قبايلي سيمو کې قانوني خلا ته کتنه شوې ده. دا چې قبايل تر کومو قوانينو لاندې اداره شوي او د اېف سي ار تر منسوخ کېدو وروسته هلته کوم قانون پلي دی؟ په دې خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی.
دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.