د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ ښايي امریکايي ولس ته د داعش ماتولو زېری ورکړي


ښايي د امریکا ولسمشر به نن، د فبرورۍ په ۵مه، کانګرس ته په کلنۍ وینا کې پر داعش د بشپړ بري زېری وکړي.

د امریکا هر ولسمشر د دود له مخې د کال په سر کې د کانګرس دواړو جرګو ته وینا کوي چې پکې نوموړی ولسمشر پر بودجه، ملي لومړیتوبونو، اقتصادي وضعیت او پر نورو مهمو مسلو ږغېږي.

د اسوشیېټېډ پرېس په حواله، ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن کانګرس ته ووايي چې د داعش وسله واله ډله نور نړیوال امنیت ته ګواښ نه شي پېښولائ.

خو د امریکا د دفاعي چارو څارونکي اندېښنه لري چې د داعش وسله وال دې ته په څار دي چې امریکايي پوځيان څه وخت د جګړې له ډګره وځي.

په امریکا کې د پوځي چارو یوشمېر څارونکي باور لري، که امریکايي پوځیان په بيړه له سوریې ووځي د داعش ډله کولائ شي چې په شپږ میاشتو یا یوه کال کې بیا راغونډ شي.

ولسمشر دونالد ټرمپ په ډېسېمبر کې پر ټوېټر اعلان وکړ چې له سوریې خپل ټول عسکر باسي.

ټرمپ ادعا وکړه چې د داعش وسله والې ډلې ماته خوړلې ده.

خو د امریکا دفاع وزارت یوې څارونکې ډلې په دوشنبه په خپل یوه رپوټ کې خبرداری ورکړ چې داعش لا هم جدي خطر دی.

د رپوټ په حواله، که امریکا له ترهګرۍ سره پر مبارزه فشار جاري و نه ساتي، د داعش په جګړه پاخه وسله وال په سوریه کې بیا یوموټيکېدلائ شي.

د امریکا ولسمشر په ابتدا کې ویلي ول چې په چټکۍ به له سوریې عسکر باسي او د امریکا متحدان یې هم هېښوونکي کړل.

د ټرمپ د دې نظر له امله، جېم ماټیس د امریکا له دفاع وزارته استعفا وکړه.

د ټرمپ ادارې د استخباراتو مشر هم وویل چې داعش جدي خطر دی او په منځني ختيځ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ائتلاف امریکایي مشر له دندې لیرې شو.

ټرمپ همدا راز خپل پوځ ته امر وکړ چې له افغانستانه د خپلو نېږدې نیمايي عسکرو د ایستلو پلان جوړ کړي.

د امریکا په سېنېټ کې د دواړو ګوندونو استازیو د ټرمپ له دې نظر سره چې له سوریې او افغانستانه عسکر باسي یا یې شمېر کموي، مخالفت څرګند کړی دی.

په سېنېټ کې په دوشنبه هغه بل (لایحه) ومنل شو چې د ډېرکیو ریپبلیکنو مشر میچ مککونېل جوړی کړی وو.

د دغه بل په پلویتوب ۷۰ غړیو رایې ورکړې او یوازې ۲۶ سېنېټرانو په مخالفت کې رایې واچولې.

دې څرګنده کړه چې د سنا جمهوري غوښتونکي او ډیموکراتان پردې مسئله موافق نظري لري.

په لایحه کې ویل شوي چې د داعش او القاعده پر ضد په مبارزه کې پرمختګ شوی خو دواړه ډلې لا هم جدي ګواښ پېښولائ شي.

لایحې خبرداری ورکړی چې له سوریې او افغانستانه د امریکايي پوځيانو په ایستلو کې بیړه به داسې تشه پرېږدي چې ایران یا روسیه یې ډکولائ شي.

بهرنۍ سیاسي تګلاره یوه اساسي مسئله ده چې د ډونالډ ټرمپ او په سېنېټ کې د ریپبلیکنو ترمنځ یې جدي اختلاف پېدا کړی دی.

د امریکا سېنېت مشر مېچ مککونېل تېره اونۍ سېنېټ ته د بل وړاندېکولو په غونډه کې وویل چې داعش او القاعده لا هم ماته نه ده خوړلې.

نوې منظور شوي بل پلیکېدنه د قانون له مخې اړینه نه ده.

د بل موخه د کانګرس او سپینې ماڼۍ ترمنځ د همکارۍ زیاتول دي چې دواړه د افغانستان او سوریې لپاره د یوې اوږدمهالې ستراتيژۍ په جوړولو وتوانېږي او له دې هېوادونو په بیړه د امریکايی پوځیانو ایستل خطر وګڼي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG