د لاسرسي ځای

تازه خبر

نور د افغانستان له بې-پایه جنګه راوځو: ټرمپ


جمهور رئیس ډونالد ټرمپ
جمهور رئیس ډونالد ټرمپ

د امریکا عسکري او سیاسي مشرانو د وروستیو دریځونو په خلاف چې په افغانستان کې د عسکرو په پاته کېدو ټينګار کوي د هېواد ولسمشر یې وویل، له افغانستانه خپل عسکر باسي.

ډونالډ ټرمپ د سي بي اېس ټېلیویژن له "فېس دې نېشن" پروګرام سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې امریکا په افغانستان کې په استخباراتي چارو ډېره تکیه کولای شي: ​"موږ باید له دې بې-پایه جګړو راووځو او اوس خپل عسکر کور ته راولو، خو دا په دې مانا نه‌ ده چې موږ به څار نه‌ لرو. له استخباراتي لارو به یې له ډېر نږدې څارو."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ داسې وخت له افغانستانه د عسکرو په ایستلو ټینګار وکړ چې د ده افغان سیال اشرف غني په یوه لیک کې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاتې کېدو په اړه ځيني وړاندیزونه ورته کړي.

په‌ دې لیک کې چې جزیات‌یې تېره اوونۍ نیویارک ټایمز خپاره کړي ول، په افغانستان کې د یوه اغېزمن شمېر امریکايي عسکرو د پاته کېدو او د لګښتونو د راکمولو وړاندیزونه شوي.

ارشیف، د کندهار په هوايي میدان کې امریکايي ځواکونه
ارشیف، د کندهار په هوايي میدان کې امریکايي ځواکونه

دا وخت نېږدې ۱۴ زره امریکایي عسکر په افغانستان کې دېره دي.

​د امریکا ولسمشر له سي بي اېس ټي وي سره په پرونۍ مرکه کې وویل چې له طالبانو سره خبرې روانې دي او دی فکر کوي چې طالبان سوله غواړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له طالبانو سره غږېږو و به ګورو چې څه کېږي. لومړی پوښتنه خو دا ده چې موږ باید له اوله هلته وی؟ دوهمه پوښتنه دا ده چې موږ هلته پوره ۱۹ کاله تېر کړل. موږ کلکه مبارزه کوو تر پخوا ډېره کلکه. زه فکر کوم چې هغوی «طالبان» ستړي دي. فکر کوم ټول ستړي دي."

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد په دا ورستیو کې څو واره له طالبانو سره مخامخ خبرې کړې دي.

له طالبانو سره د هغه وروستۍ وروستۍ شپږ ورځنۍ ناسته په دوحه کې د جنورۍ په ۲۶مه پای ته ورسېده، چې پکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو مسله د خبرو د سر سره اجنډا وه.

خلیلزاد وروساته له افغان ولسمشر اشرف غني ولیدل او ویلي یې وو چې طالبانو ترې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل غوښتي، خو د ده په خبره په دې اړه په هر ډول پرېکړې له افغان دولت سره په همغږۍ پراخ بحث کېږي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG