د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره مذاکرات په ښه ډول روان دی: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په محتاط ډول له وسله والوطالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې په پرمختګ خوشبینې څرګنده کړې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د وسله والو طالبانو له استازیو سره تېره اوونۍ خبرې اترې وکړې.

د جنورۍ پر۳۰مه ولسمشر ټرمپ په ټویټر پیغام کې وویل، د ۱۸ کلنی جګړې وروسته په افغانستان کې مذاکرات په ښه ډول پرمخ روان دي.

نوموړي وویل، په افغانستان کې جګړه دوام لري خو ولس سوله غواړي.

ټرمپ وویل، ژر به معلومه شي چې خبرې اترې کامیابېږي که څنګه؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG