د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عبدالصمد خان اڅکزي ژوندلیک اوکراینۍ ژبې ته واړول شو


ډاکټر غلام سرور د عبدالصمد خان اڅکزي د کتاب مخکتنې غونډې پرمهال. ۲۶م نومبر ۲۰۱۸
ډاکټر غلام سرور د عبدالصمد خان اڅکزي د کتاب مخکتنې غونډې پرمهال. ۲۶م نومبر ۲۰۱۸

د اوکراین په سرښار کیف کې د نومبر پر ۲۶مه نېټه په تراس شیفچینکو پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو په څانګه کې د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي د کتاب ”زما ژوند او ژوندون“ په اوکراینۍ ژبې د اړولو مخکتنه وشوه.

عبدالصمدخان اڅکزي له پښتو ژبې سره زښته ډېره مینه درلوده او د خپلې ژبې پر ارزښت پوهه وو. دا زیاتوي، هغه به ویل که پښتو ژبې واک وموند او پښتنو په خپله ژبه کې زده کړې ولرلې نو د دوی ۸۰ فیصده ستونزې به پای ته ورسېږي.

دغه کتاب ډاکټر غلام سرور په اسلام اباد کې د اوکرایني سفارت د یوه ډپلوماټ وسیلي ایواشکو په مرسته او زیار له پښتو ژبې اوکراینۍ ته ژباړلی دی.

دغه غونډې ته په اوکراین کې د سیاسی علومو ډاکټرې اولېنه برديلوفسکا په خپله وینا کې وویل چې خان عبدالصمد خان اڅکزي په ۱۳ کلنۍ کې عملي سیاست ته دانګلي ول او په دومره کم-عمر ملي احساس خپلول او ملتپالنه کول او هغه هم مثبته ملتپالنه چې له بل هېڅ یوه قامه پر کرکه او نفرت نه وي ولاړه، په خپله یو ستر او مثبت ګام دی.

په اوکراینۍ ژبه کې د خان عبدالصمد خان اڅکزي د ژوندلیک مخکتنې برخوال
په اوکراینۍ ژبه کې د خان عبدالصمد خان اڅکزي د ژوندلیک مخکتنې برخوال

ډاکټرې اولېنه برديلوفسکا وینا وه، ښاغلي اڅکزي له پښتو ژبې سره زښته ډېره مینه درلوده او د خپلې ژبې پر ارزښت پوهه وو. دا زیاتوي، هغه به ویل که پښتو ژبې واک وموند او پښتنو په خپله ژبه کې زده کړې ولرلې نو د دوی ۸۰ فیصده ستونزې به پای ته ورسېږي.

په اوکراین کې د سیاسی علومو ختیځ-شناسې او د جیو پولیټیکس پوهاندې فیل یولیه چې د برصغیر د قومي ازادۍ تحریکونو څېړونکې ده، د خان عبدالصمد خان اڅکزي د کتاب ”زما ژوند او ژوندون“ پر مخکتنه په خپلو څرګندونو کې وویل چې د پښتنو یو دومره لوی اتل چې په کلونو کلونو یې زندان وړی د هغه مبارزه له نړۍ څخه په سیوري کې ساتل شوې، ګڼ ولسونه لا هم د دغه ستر بشردوست په سرښندنه نه دي خبر.

په اوکراینۍ ژبه کې د خان عبدالصمد خان اڅکزي د ژوندلیک مخکتنې برخوال
په اوکراینۍ ژبه کې د خان عبدالصمد خان اڅکزي د ژوندلیک مخکتنې برخوال

ډاکټر غلام سرور چې د عبدالصمد خان اڅکزي کتاب ”زما ژوند او ژوندون“ یې له خپل اوکرایني همکار سره ژباړلی دی، د مخکتنې غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې ملي ایډیا یا ملي نظریه هغه څه وو چې ښاغلي اڅکزي په کوچني عمر کې درک کړې وه او د همدې لپاره یې څه نا څه دېرش کاله زندانونه وګالل. هغه د خپل پښتون ولس د سیالۍ او برابرۍ لپاره ان دا چې په شهادت ورسول شو.

ډاکټر سرور، د ښاغلي اڅکزي د مبارزې درې ټکي ډېر مهم وبلل:

"لومړی، خپله ژبه، دوهم خپله خاوره خپل اختیار درېم په یوه جغرافیايي چوکاټ (پښتونخوا) کې پښتون ولس راغونډول وو."

په اوکراینۍ ژبه کې د خان عبدالصمد خان اڅکزي د ژوندلیک مخکتنې پرمهال ډاکټر غلام سرور او محمدعلي
په اوکراینۍ ژبه کې د خان عبدالصمد خان اڅکزي د ژوندلیک مخکتنې پرمهال ډاکټر غلام سرور او محمدعلي

د ښاغلي سرور وینا وه چې پښتانه لاهم په بېلابېلو ډلو ټپلو کې وېشلي دي او پکار ده چې د پښتونولۍ او افغانیت تر مفکورې لاندې په یوه چتر کې راغونډ شي.

نوموړي د انګرېزي ښکېلاکګرو خلاف د عبدالصمد خان اڅکزي مبارزه د جنوبي افریقا د ازادۍ د ستر سالار نېلسن منډېلا د کچې هومره وبلله.

په دغه غونډه کې له اوکراینه، ادیسه، خمیلنیڅکي، پلتاوا او خار کوفه ګڼو نورو پوهانو لکه د حقوق پوهنې داکټرې نرګس عثمان، پروفیسر منګل فاتح، د تخنیکی علومو داکتر انجنیر عثمان، ژورنالست او شنونکي اغا اقرار هارون او د نړیوالو اړیکو د پوهنتون ګڼو زده کوونکیو ګډون درلود.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG