د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو: د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه پلويان ګرفتار


د پي ټي اېم پلویان په بنو تاڼه کې. ۷م اکتوبر ۲۰۱۸

د خېبر پښتونخوا په بنو کې تر هغه وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه پلويان نيول شوي چې ځايي پوليسو د اکتوبر پر ۲۹مه د دوی پر ضد د قانون سرغړونې رپورټ درج کړ. په بنو کې د ياد غورځنګ مشران وايي چې له څو ورځو راهيسې د دوی پر ضد چاپې روانې دي او تر ۱۰۰ زيات غړي يې نيول شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو ضلعې مشر نديم عسکر د نومبر پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې د خېبر پښتونخوا پوليس د اکتوبر له ۲۹مې نېټې د ياد غورځنګ د غړو پر کورونو چاپې وهي او چې مطلوب کس پيدا نه کړي نو بيا يې د کور نور غړي يا نژدې خپلوان ونيسي. نوموړی وايي په بنو کې د اکتوبر پر ۲۸مه د پښتون ژغورنې غورځنګ تر ولسي غونډې وروسته پوليسو د دې جلسې له ګډونوالو د غورځنګ د مشر منظور پښتين په ګډون د ۲۸ مشرانو او فعالو غړیو پرضد رپورټ درج کړ خو د عسکر په وينا اوس پوليسو يې نورو کسانو ته هم لاس اچولی دی.

''چې څوک د پوليسو په اېف ای ار [لومړي معلوماتي راپور] کې نه دې شامل، هغه کسان يې هم تر ۱۰۰ زيات نيولي دي. پر هاسټلونو يې چاپې وهلي او زده کوونکي يې نيولې دي. بلخوا يې په بنو بازار کې هغه کسان او کاريګر هم نيولي چې د منظور پښتين ټوپۍ يې پر سر وه.''

بلخوا د بنو پوليسو ضلعي مشر ياسر اپريدی وايي چې تر دې دمه يې ۲۶ کسان نيولي چې درې يې د بنو جلسې په تړاو د پوځ او رياست پر ضد د نعرو وهلو په تړاو نيولي او پاتې نور يې د ايين د ۱۴۴مې دفعې او نورو قانوني سرغړونو په تړاو نيولي دي.

''دوی په بازار کې لاريونونه کړي چې د ۱۴۴مې دفعې خلاف ورزي ده. سکولونو ته په زور ننوتي دي او ماشومانو ته يې تقريرونه کړي دي. د دې ټولو ويډيوګانې موجود دي.''

د پاکستان حکومت په بنو کې د اکتوبر پر ۲۶مه د ۱۴۴مې دفعې عملي کولو اعلان وکړ. د پاکستان د ايين تر دې دفعې لاندې تر څلور زيات کسان پر يو ځای نه شې راغونډېدای او د دې سرغړونې سزا زيات څخه زيات درې کاله بند يا جرمانه وي.

دا چې پښتون ژغورنې غورځنګ د پوليسو لخوا د دوی د غړو نيولو په غبرګون کې څه اقدام کول غواړي؟ د غورځنګ يو مشر او له شمالي وزيرستانه د پاکستان قامي اسمبلۍ ته منتخب غړی محسن داوړ وايي، لومړی اقدام به يې د غړو ضمانت کول وي.

''دا زموږ پر ضد لومړی اېف ای ار نه دی. د ږوب له جلسې راواخلې بيا د بنو تر جلسې پورې، تر هرې جلسې وروسته څه نا څه لوبه شوې ده. موږ به لومړي سر کې قانوني عمل کوو او د ملګرو د راخوشي کولو لپاره به د ضمانت انتظام کوو. تر دې وروسته به بل احتجاج يا د بلې جلسې لپاره موږ ملګري مشوره کوو او بيا به يو پرېکړه کوو.''

دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويان نيول کېږي. تر دې وړاندې هم د اسلام اباد، کراچي او لاهور په ګډون په بېلا بېلو ښارونو کې د دې غورځنګ يو شمېر پلويان د څه مودې لپاره نيول شوي چې بيا وروسته خوشي کړل شوي ول.

XS
SM
MD
LG