د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین د بلوچستان پر وکیلانو غږ وکړ چې د دوي ملګرتیا وکړي


منظور پښتین
منظور پښتین

د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پښتین وايي د تیرې څه مودې راهیسې یې عوامي جلسې کمې کړي او تنظیم سازۍ ته یې زیاته توجو ورکړې ده.

نوموړي د اکتوبر پر دولسمه په کوټه کې د بلوچستان بار ایسوسی اېشن په بلنه د وکیلانو اتحادیې ته خپله وینا کې وویل ، “ کوم خلک چې ګڼه جوړه کړي او منظم نه وي هغوي زیاتره د ګټې پر ځای خپلې ټولنې ته تاوان رسوي نو له هم دې وجې مونږ ته تنظیم سازۍ او له قام سره د سلا ضرورت وو چې مونږ ډیر په ښه توګه وکړ.”

نوموړي زیاته کړه چې دا ډېر ګران کار وو او دوي په خاموشي کې تر ډېره مشکل پړاو تېر شوي او اوس به وړاندې خپل نور فعالیتونه زیاتوي.

منظور پښتین هم دا راز وویل د وکیلانو په ګډون د ټولنې هره طبقه چې د ظلم ښکاري کیږي نو پښتون ژغورنې غورځنګ به یې تر څنګ ولاړ وي.

د کوټې بار ایسوسي اېشن یو مشر ایډوکېټ حبیب ناصر مشال راډیو ته وویل د وکیلانو او د پښتنون ژغورنې غورځنګ په غوښتنو کې ډیر مشترکات دي نو ځکه ورسره په ګډه کار کول غواړي.

ده وویل ، “ مونږ منظور پښتین ته وړاندې هم خواست کړی وو چې بلوچستان بار اېسوسي اېشن ته وینا وکړي، خو هغه د وخت د کمي لوجې نه وو راغلی. دا وار یې مونږ ته وخت راکړ او وکیلانو سره یې خپل پیغام شریک کړ.”

حبیب ناصر زیاته کړه چې ، “ زمونږ او پښتون ژغورنې غورځنګ ډیرې مسلې مشترکې دي او د اکثرو مسلو په حل کولو مو اتفاق شوی دی. په څه مسایلو کې مونږ دوی ته اړتیا لرو او په څه مسایلو کې دوی زمونږ مرسته غواړي. مونږ به په اینده کې له دوی سره په ګډه کار کوو.”

حبیب ناصر زیاتوي چې تر اوسه یو سیاسي ګوند هم په کوټه کې په وکیلانو د شوي برید په اړه د پام وړ کار نه دی کړی.

هغه وویل ، دا راز د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو شمېر غړیو خلاف هم حکومت مقدمې جوړې کړي نو د وکیلانو د اتحادیې او د غورځنګ همکاري د دواړو خواو لپاره ګټه وره ده.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG