د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلالۍ اسماعیل د اسلام اباد پر هوايي ډګر نیول شوې ده


ګلالۍ اسماعیل
ګلالۍ اسماعیل

د نجونو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې ګلالۍ اسماعیل په اسلام اباد کې د پاکستان د تحقیقاتو وفاقي ادارې – ایف آی اې – چارواکو نیولې ده.

د نجونو حقونو لپاره مبارزه کوونکې ګلالۍ اسماعیل په اسلام اباد کې د پاکستان تحقیقاتو وفاقي ادارې – اېف ای اې – چارواکیو نیولې ده.

د نوموړې پلار پروفیسر محمد اسماعیل مشال راډیو ته وویل چې ګلالۍ د ۱۲م اکتوبر په سهار له لندنه و اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته پر هوايي ډګر ونیول شوه.

پروفیسر محمد اسماعیل وویل ، “ ګلالۍ ماته ټلیفون وکړ چې زه پر اسلام اباد هوايي ډګر د اېف ای اې په ولکه کې یم.”

پروفیسر اسماعیل زیاته کړه چې د یادې ادارې چارواکو ګلالۍ اوس په اسلام اباد کې خپل مرکز ته بیولې ده او دوي د نورو مالوماتو په تمه دي.

د ګلالۍ اسماعیل پلار پر هوايي ډګر د خپلې لور ګرفتاري په خپلو سترګو ولیدله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان د وفاقي تحقیقاتي ادارې له خوا تر اوسه د ګلالۍ اسماعیل د نیولو په اړه څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

ګلالۍ اسماعیل ته د نجونو د تعلیم او حقونو لپاره پر مبارزه یو شمېر نړیوالې جایزې هم ورکړل شوې دي.

خو پر نوموړې له هغه وروسته مقدمه درج شوې وه چې په پښتون ژغورنې غورځنګ کې یې فعالیت پیل کړ او د یاد غورځنګ په غونډو کې یې ویناوې وکړې.

د صوابۍ پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ نهه غړي نیولي

نن د جمعې ورځ د صوابۍ سېشن عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د نهه تنو غړیو د ضمانت درخواست خارج کړو او پوليسو ياد وګړي له عدالته ګرفتار کړل.

د صوابۍ پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ نهه غړي ګرفتار کړي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پښتون ژغورنې غورځنګ د اګست پر دولسمه صوابۍ کې جلسه کړې وه او ضلعي انتظاميه بيا د ياد غورځنګ د ځینو مشرانو او کارکونکیو پرضد د غېرقانوني جلسې کولو او د رياست پرضد د شعارونو پورته کولو په تور اېف ای ار درج کړی وو.

مشال رېډيو د پي ټي ايم له نیولي مشر لياقت يوسفزي سره خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG